د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

د فرانسې ولسمشر: اذربایجان دې خپل ځواکونه سمدستي د ارمنستان له سرحدي سیمو وباسي


د اذربایجان سرتیري
د اذربایجان سرتیري

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون پر فیسبوک په ارمني ژبه په یو پوست کې ارمنانو ته په خطاب کې ویلي چې فرانسه د دوی تر څنګ ده او وي به.

هغه لیکلي چې د اذربایجان پوځ د ارمنستان خاوره اشغال کړې او غوښتنه یې وکړه چې اذري ځواکونو باید سمدستي له نیول شوېو سیمو ووځي.

آذربایجان او ارمنستان پروسږکال د ناګورناقره باغ د بېلتونپالې سیمې پرسر جګړه وکړه چې په نتیجه کې یې زرګونه کسان ووژل شول. دا جګړه د مسکو په منځګړتوب په اوربند سره پای ته ورسېده.

ښاغلي مکرون د ارمنستان له سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان سره له ټیلیفوني خبرو وروسته دا څرګندونې کړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون

د فرانسې د جمهوري ریاست دفتر په یو بیان کې وايي چې مکرون د دې خبرو پرمهال د ارمنستان د ارضي تمامیت په مسئله کې پاشینیان ته د فرانسې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

بیان زیاتوي، مکرون هیله څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به په دې سیمه کې د ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.

د ارمنستان د صدراعظم له دفتره د دې خبرو په اړه په خپاره شوي بیان کې راغلي دي چې مکرون او پاشینیان د ارمنستان او آذربایجان د ګډ سرحد په ځینو سیمو کې د آذري ځواکونو د تحرکاتو له کبله د رامنځ ته شوي بحران د پای ته رسولو لپاره پر روانو هڅو بحث وکړ.

پاشینیان پرون پنجشنبې پر باکو د نوي یرغل تور ولګاوه او ویې ویل چې آذري ځواکونه د دې هېواد له جنوبي سرحد څخه اوښتي دي.

د راپورونو له مخې د اذربایجان پوځ د ارمنستان په جنوب ختیځ ولایت سیونیک Syunik کې څو کیلومتره پرمختګ کړی دی.

د ارمنستان دفاع وزارت ویلي چې آذري ځواکونو د ارمنستان او آذربایجان په ګډ سرحد کې دوه نورې سیمې هم لاندې کړې دي. خو آذربایجان د دې تورونو په ځواب کې ویلي چې سرتېري یې د ارمنستان له سرحد څخه نه دي اوښتي او یوازې په خپل قلمرو کې دننه یې په هغو ځایونو کې مورچې نیولي چې په ژمي کې هلته ورتګ ګران و.

د آذربایجان د بهرنیوچارو وزارت همدا راز ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحد د پخواني شوروي اتحاد له پرځېدو راهیسې نه دی په نښه شوی.

دا متناقضې څرګندونې داسې مهال کېږي چې د آذربایجان او ارمنستان پوځي چارواکو د سرحدي لانجو د حل په مقصد سره کتلي دي.

په دې خبرو کې چې څو ساعته یې دوام وکړ د راپورنو له مخې په سیونیک سیمه کې دېره د روسیې د پوځ استازو هم ګډون کړی و. له دې کتنې وروسته د کومې موافقې خبره نه ده شوې.

ویل کېږي چې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سرګي لاوروف هم له خپلو ارمني او آذري سیالانو سره په جلا ټلفوني خبرو کې په ګډ سرحد کې د روانې لانجې په اړه خبرې کړي او متحدوایالتونو پر دواړو خواوو غږ کړی چې د دې کړکېچ د سوله ایز حل لپاره له زغم څخه کار واخلي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG