د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

هرات کې برید؛ د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا نیازی ټپي او ۳ تنه وژل شوي


د وسله والو طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی
د وسله والو طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی

د وسله والو طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی تېره شپه په هرات ولایت کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي شوی دی.

د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل چې پر ملامنان نیازي د هرات په یوه جنوبي ولسوالۍ کې وسله والو حمله کړې او هغه یې پرسر ټپی کړی دی .

د ښاغلي قتالي په وینا پر ملا منان نیازي په دغه حمله کې د هغه سره درې نور کسان وژل شوي دي .

قتالي وايي: "تېره شپه له لسو بجو وروسته د هرات په یوه جنوبي ولسوالۍ کې ملا عبدالمنان نیازی پر سر ټپي شوی او ورسره درې نور کسان وژل شوي دي."

د والي په خبره ملامنان نیازی دا مهال د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د هرات والي عبدالوحید قتالي
د هرات والي عبدالوحید قتالي

په عین وخت کې د هرات د حوزوي روغتون ډاکټرانو ازادي راډیو ته ویلي چې مرمۍ د ښاغلي نیازي پر سترګه او سرلګېدلې او اوس یې صحي حالت ښه شوی .

که څه هم د هرات والي پر ملامنان نیازي د برید د دقیق ځای او د نورو جزئیاتو په اړه معلومات نه ورکوي، خو یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې پر ملامنان نیازي د هرات د ګذرې ولسوالۍ په میرداوود اغا سیمه کې وسله وال برید شوی .

پر نیازي د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی .

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په نیمايي کې د ملا رسول په مشرۍ او د ملا منان نیازي په مرستیالۍ د وسله والو طالبانو څخه یوې بېلې شوې ډلې د هرات د شینډنډ ولسوالۍ په زیرکو کې د خپل موجودیت اعلان وکړ.

په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د هرات، فراه او د هلمند په ځینو سیمو کې د ملا رسول او ملا هیبت الله په مشرۍ د وسله والو طالبانو د دغو دوو ډلو ترمنځ د وسله والو نښتو راپورونه هم خپاره شوي .

د ملا هیبت الله په مشرۍ وسله والو طالبانو تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د ملا رسول او ملامنان نیازي ډله د حکومت په لارښوونه رامنځته شوې او د دوی پرضد فعالیت کوي .

خو حکومت او د ملا رسول ډلې دغه ادعاوې نه دي منلي.

XS
SM
MD
LG