د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

د کانګرس غړي له مشرتابه څخه د 'لېز چیني' د لېرې کېدو په پار رایې ورکوي


لیز چیني
لیز چیني

ټاکل شوې ده نن چهارشنبه(د غويي ۲۲مه)‌د امریکا په استازو جرګه کې جمهوري غوښتونکي د جمهوري غوښتونکي ګوند له مشرتابه د کانګرس غړې لیز چیني د لېرې کولو لپاره رایې ورکړي.

د امریکا په استازو جرګه کې له وایومینګ ایالت څخه د جمهوري غوښتونکي ګوند استازې او د پخواني مرستیال ولسمشر ډیک چیني لور لیز چیني په ښکاره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخالفت کړی و چې ګواکې دی د قانون واکمني او د جمهوري غوښتونکي ګوند اصولو ته تهدید دی.

دې همدا راز ویلي و چې ټرمپ په نوومبر میاشت کې د انتخاباتو بایللو وروسته د رایو د درغلي په اړه 'درواغ' ویلي او د جنورۍ په شپږمه نېټه يې د کانګرس پر ودانۍ ګڼې ګوڼې جوړولو او حملې ته خپل پلویان هڅولي وو.

ویل کېږي د کانګرس د غړیو دا اقدام پر جمهوري غوښتونکي ګوند د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اغېز دی.
ویل کېږي د کانګرس د غړیو دا اقدام پر جمهوري غوښتونکي ګوند د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اغېز دی.

ویل کېږي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند له مشرتابه د دې د لېرې کولو لپاره رایې به هغه مهال ورکړل شي چې د استازو جرګې ۲۱۲ جمهوري غوښتونکي غړي تر تړلو دروازو شاته سره وویني.

دا اقدام پر جمهوري غوښتونکي ګوند د ټرمپ نفوذ ګڼل کېږي.

د دغو رايو په درشل کې مېرمن چیني په استازو جرګه کې په خپله دفاع کې وینا وکړه، خو ډېری جمهوري غوښتونکي استازي حاضر نه وو.

دې وویل: "چوپ پاته کېدل یا درواغ له پامه غورځول، درواغجن ته نور هم زړه ورکوي. زه به چوپ پاته نه شم کله چې نور زموږ ګوند پر داسې لاره بیایي چې د قانون واک له پامه غورځوي او زموږ له پخواني ولسمشر سره یوځای کېږي چې ډموکراسي ته زیان واړوي."

په استازو جرګه کې د کلیفورنیا د جمهوري غوښتونکو استازي کیوین مکارتي د مېرمن چیني د لېرې کولو غوښتنه کړې وه.

ده ویلي، د دغه ګوند د یو موټي ساتلو لپاره دا اقدام مهم دی او پر ټرمپ د انتقاد په خاطر مېرمن چیني ته سزا نه ورکوي.

ټرمپ او دوو نورو جمهوري غوښتونکو د لیز چیني د ځای ناستې لپاره له نیویارک څخه د کانګرس غړې الیس سټيفانیک ملاتړ کړی دی.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG