د نړۍ د نوموتي بوکسر محمد علي کلې دوهمه مېرمن خلیله علي نن کابل ته راغله.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند عزیز مشعوف نن ازادي راډيو ته وویل، اغلې علي د افغانستان فوټبال فدراسیون له مشر یوسف کارګر سره لیدلي او په یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
ښاغلی مشعوف وايي، په ۲۰۱۳ کال کې هغه مهال چې افغانستان د سوېلي اسیا د فوټبال سیالیو اتل شو، یو شمېر خیرخواه کسانو چې محمد علي هم د دوی له ډلې و په افغانستان کې یې د ویکتور (بریا) په نوم د یوه ورزشي سټدیوم د جوړېدو خبره وکړه.
نوموړې وايي، د محمد علي مېرمن اغلې علي د سفر هدف هم د همدغې پروژې پیل دی.
د ښاغلي مشعوف د معلوماتو پر بنسټ، دغه پروژه له تېرو اتو کلونو راهیسې د نامعلومو دلایلو په خاطر ځنډول شوې وه.
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه ورزشي ستډیوم به د کابل په پغمان ولسوالۍ کې په شاوخوا ۸۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.