د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

ارزګان کې وچکالي د کروندګرو فصلونه په ځانګړي توګه غنم ګواښي


ارزګان کې وچکالي ځپلي غنم
ارزګان کې وچکالي ځپلي غنم

په ارزګان کروند ګر سږ د خپلو کروندو لپاره د اوبو له سخت کمي سره مخ دي او ګڼ کروند ګر وايي، وچکالي یې په کروندو کې شنه غنم او نور فصلونه وچ کړي او یا د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.

د دې سیمې خلک وايي، د برمو په وسیله کیندل شوې ژورې څاګانې وچې دي، ورښتونه نه شته چې ورسره سږکال له کروند د حاصلاتو له ترلاسه کولو نهیلي شوي دي.

د ارزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د نوبهارد کلي اوسیدونکی ۲۳ کلن عالي جان چې سږ يې پر خپل لس جریبه ځمکه غنم کرلي ازادي راډیو ته وویل، د یادو غنمو پر کښت یې یو نیم لک افغانۍ ولګولې خو په ټکو یې اوس د اوبو د کمښت له امله په وچیدو دي.

نوموړي ته چې یوه ۱۶ کسیزه کورنۍ ورله غاړې ده وايي، نه پوهېږي چې راتلونکی کال به څنګه تیروي.

عالي جان زیاته کړه: "پخوا به موږ دغه غنم په درېیمه ورځ اوبه کاوه، خو اوس يې اتمه ورځ ده هم نه یې شواوبه کولی، هغه هم په فرض روژه کې د خلکو سره پر جنجال یو، دغه ستونزې سره ټول وطن مخ دی، ۸۵ منه غنم مې کرلي دي، یو نیم لک افغانۍ مې مصرف کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو له بحران سره د مبارزې نړیوالې شبکې، افغانستان د نړۍ په هغو درېیو هېوادونو کې شمېرلی چې د خوړو له کمښت سره مخ دي.

دغې شبکې په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې ناامني، د کرونا ویروس خپرېدل او طبیعي پېښې، د خوړو د نه‌خوندیتوب لاملونه دي.

یوازې عالي جان نه دی چې غنم یې د اوبو د نشتوالي له امله وچ شوي او خپل راتلونکي ته اندېښمن دی، بلکې د دغه ولایت سلګونه نوربزګران هم د وچکالۍ له یو شدید ګواښ سره مخ دي.

د دغه ولایت د ده یک سیمې یو بل بزګر ۲۴ کلن محمد الله هم د هغو بزګرانو څخه دی چې ټول غنم یې د اوبو د نشتوالي له امله وچ شوي دي.

محمد الله ازادي راډيو ته وویل، له خپلې سیمې د جګړو له امله بې ځایه شوی او دغه ۱۴جریبه غنم يې په بزګري کرلي دي: "برمې وچي دي او غنم هم وچ دي، هیلې مې ټول په اوبو لاهو شوي."

په ارزګان کې وچکالۍ نه یوازې بزګران ځپلي دي، د ترینکوټ ښارهټيوال يې هم له ننګونو سره مخ کړی دی.

ارزګان کې وچکالي ځپلي غنم
ارزګان کې وچکالي ځپلي غنم

د دغه ښار یو شمېر هټیوالو ازادي راډيو ته وویل، له کله چې سږ بزګران د اوبو د کموالي سره مخ شوي، نو د دوی کاراوبار هم ورسره کمزوری شوی دی.

ارزګان ولایت یو د افغانستان د هغو ولایتونو څخه دی چې د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پراساس د ۸۷ سلنه خلکو اقتصاد يې پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی.

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم وايي دوی د سږکال د ورښتونو د نشتوالي له امله اندېښمن دي.

د یادې ادارې رئیس احمد شاه خیري ازادي راډيو ته وویل چې تېر کال تردې وخت پورې ارزګان ولایت کې ۲۰۰ ملي متره باران شوی و، خو سږکال تر دا مهال ۳۶ ملي متر باران شوی دی.

خیري زیاتوي: "وچکالۍ په ارزګان کې د کرنې چارې زیانمنې کړي، د ورښتونو کموالي ته اندېښمن یو، دا وچکالي د افغانستان په زیات شمېر سیمو کې خوره ده، خو ارزګان کې د دې لپاره لوی پلانونه په کار دي، د کرنې او مالدارۍ وزارت له موږه د اوبو د منابعو په اړه معلومات غوښتي او هغوی پردې پلان کار کوي چې څه وکړي؟"

ارزګان کې مېشت کوچیان هم وچکالۍ ته اندېښمن دي
ارزګان کې مېشت کوچیان هم وچکالۍ ته اندېښمن دي

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رییس وايي، وچکالۍ او روانو جګړو هم د کرنې او مالدارۍ برخه کې درانه زیانونه اړولي دي.

پر کروندګرو سربېره ارزګان کې مېشت کوچیان هم وچکالۍ ته اندېښمن دي.

دوی وايي، کله چې بارانونه کم وي، څړځایونه نه شنه کېږي او دوی خپلو څارویو ته کافي خواړه نه شي برابرولی.

د ارزګان کروندګر له دولته غواړي د وچکالۍ پر مهال دې د ځینو لنډ مهاله پروژو په عملي کولو د دوی ملاتړ وکړي او په اوږده مودې کې دې په دې ولایت کې د اوبو بندونه جوړ کړي، څو د ځمکې پرسر او ځمکې لاندې د اوبو زېرمې زیاتې شي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانستان اوس د کرونا ویروس له درېیمې څپې سره مخ دی او په ځینو ولایتونو کې سېلابونو هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.

سربېره پر دې اوس د افغانستان په ډېری ولایتونو کې جګړې روانې دي او احتمال لري چې د بې‌ځایه شوېو او اړو خلکو شمېر ورسره هم زیات شي.

XS
SM
MD
LG