د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

دایکنډي کې د والیبال سیالۍ ناصر خسرو لوبدلې وګاټه


ارشیف
ارشیف

په دایکنډي ولایت کې له ۱۹ کلونو ښکته ځوانانو او ځلمکيو ترمنځ والیبال سیالۍ د ناصر خسرو لوبدلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د ملي اولمپیک کمېټې د معلوماتو له مخې دغه لوبې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې اووه لوبډلو برخه اخېستې چې د څلورو ورځو لپاره په خپلو کې سیالۍ ورکړې.

د دې لوبې په پایلوبه کې د ناصر خسرو ټیم اتحاد شهرستان ته ۲ د ۱ په مقابل کې ماته ورکړه او اتلولي یې وګټله او د اتحاد شهرستان ټیم دوهم مقام وګاټه.

د سیالۍ په پای کې د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ ادارې له خوا غوره لوبډلو ته کپونه او جایزې ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG