د خلکو کورونه د مورچل په توګه کارول، هغه انتقاد چې تل د افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو د مسوولینو له خوا پر وسله والو طالبانو شوی، خو طالبانو بیا په وار وار رد کړی دی.
تازه، د افغانستان د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو ویاندویانو ادعا کړې چې طالب وسله وال د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي .
طارق ارین او فواد امان په دې اړه په خپلو ټوېټرپاڼو لیکلي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وباند فواد امان د شنبې په ورځ د دغې ویډيو په اړه ازادي راډیو ته هم وویل: "له بده مرغه طالبان د تل په شان د خلکو په کورونو کې پټېږي، ملکي خلک ښځې ماشومان او سپینږیري یې د سپر په توګه کارولي دي."
د افغان امنیتي او دغاعي بنسټونو مسوولین وايي، د دې لپاره چې عامو خلکو ته زیان وانه وړي، په ځلونو د افغان ځواکونو عملیات یا لغوه شوي او یا هم ځنډول کېږي.
په خواله رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې په کې د عامو خلکو کورونو کې د طالب وسله والو شتون ښیي.
له خپرې شوې ویډيو دا نه څرګندېږي چې د کومې جګړې او د کوم ځای، خو ښاغلي امان ازادي راډیو ته ویلي چې په بغلان کې د وروستیو جګړو ده.
دا ويډيو د خواله رسنیو د ډېریو کاروونکو له خوا غندل شوې ده.
خو طالبان بیا دا ادعاوي ردوي.
د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په راستول شوي پیغام کې برعکس تور پورې کړی چې افغان ځواکونو د خلکو له کورونو، جومات او کلینک د مورچل په توګه کار اخېستی.
ښاغلي مجاهد ازادي راډیو ته ځینې ویډیوګانې استولي چې په کې د یو جومات نه د پوستې ویجاړول ښکاري .
د مجاهد په خبره دا پوسته د افغان ځواکونه وه.
خو دا ویډيو هم څرګند جزئیات نه لري.
د افغانستان د بشري حقونو سازمان دا کار که هغه له هر لوري وي، د اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل بولي.
د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل یې په اړه وايي: "په خواله رسنیو چې کومه ویډیو خپره شوې چې طالبان د خلکو له کورونو د مورچل په توګه کار اخلي، دا د اسلامي قوانینو او نړیوال بشرپالنې او د جګړې د ټولو اصولو پر وړاندې یوه بربنډه خلاف ورزي ده، هېڅ وخت د جنګ هېڅ یو لوری د ملکیانو له کورونه د سپر په توګه نه شي کارولی."
ښاغلی لعل وایي، هر هغه څوک یا ډله چې دا ډول کړنه ترسره کړي په خبره یې باید د نړیوالو قوانینو له مخې سزا ورکړل شي.