د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

د کډوالو الوتونکو مرغانو نړیواله ورځ؛ لا یې هم افغانستان کې ښکار روان دی


آرشیف
آرشیف

نن د مې اتمه د کډوالو الوتونکو مرغانو نړیواله ورځ ده. دا ورځ داسې مهال را رسېږي چې لا هم په افغانستان کې الوتکونکي ښکار کېږي.

افغانستان د پراخه غرونو او سیندونو په درلودلو سره د الوتونکو د استوګنې لپاره ښه سیمه بلل کېږي.

په دې هېواد کې د الوتونکو بېلابېل ډولونه په ځانګړي ډول، مړزان، هیلۍ، کارغان، بازان، هُدهُد، کوترې، بلبلان، ښاروګانې، مرغۍ او یو شمېر ژوند کوي، خو ژوند يې امن نه دی.

زیات شمېر خلک شته چې الوتونکو ته يې سنګرونه نیولي وي چې ښکار يې کړي.

د فراه اوسیدونکی۲۶ کلن محمد یونس وايي، دا ولایت د الوتونکو د اوسېدو لپاره ښه سیمه ده، خو په وینا یې دغلته ښکاریان هم کم نه دي.

محمد یونس وايي، په دلو، حوت او حمل میاشتو کې يې سیمې ته زیات الوتونکي ورځي چې د ښکاریانو کار هم ورسره جوړ وي.

آرشیف؛ په افغانستان کې ښکار شوي مرغان
آرشیف؛ په افغانستان کې ښکار شوي مرغان

د ده په خبره د یادو میاشتو پر مهال ښکاریان له بېلابېلو لارو نه په ګټې اخېستنې الوتونکي ښکار کوي: "دا چې زه الوتونکي ښکار کوم، لامل يې شوق دی، دغه شان يې د الوتونکو غوښه ډېره خوږه وي، خوړل يې یو شوق دی، زیات خلک يې غوښه کوفته کوي او بیا يې پخوي، موږ يې د قاچاق یا د پيسو د ګټلو لپاره دا کار نه کوو، یوازې د دې شوق لرو چې ښکار يې کړو او غوښه يې وخورو."

کډوال الوتونکي د نسل د تولید، د خوندي سیمو موندلو او دغه شان د اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره له یوه هېواده بل ته کډوال کېږي.

د افغانستان له فضا هم دغه الوتونکي عموماً د ژمي د موسم په وروستیو او د پسرلي په لومړیو کې تیريوي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ دا الوتونکي ډېری يې د منځنۍ اسیا له هېوادونو افغانستان ته راځي او د دغه هېواد د لویدیځ پر لور ځي.

آرشیف، یو شمېر مرغان
آرشیف، یو شمېر مرغان

که څه هم د افغانستان د جمهور رییس د یو فرمان له مخې دې هېواد کې د الوتونکو ښکار منع شوی، خو مخه يې نه ده نیول.

د چاپیریال ساتنې د برخې کارپوهان باور لري چې اوس مهال به افغانستان کې د الوتونکو زیات شمېر ډولونو نسل د ورکې له ګواښ سره مخ دی.

له ډلې يې محب الله فضلي ازادي راډيو ته وویل: "سپینه زاڼه چې د کډوالو مرغانو له ډلې دی دغه شان دا مرغه د افغانستان د ساتل شوېو وحشي ډولو په لېست کې شامل دی او له بله اړخه د کډوالو ژویو په نړیوال کنوانسیون په لومړۍ ضمیمه کې هم شامل دی، دا مرغه به په مخکې کلونو کې افغانستان ته کډوال کېده او یوه موده به یې دلته تېروه، خو له بده مرغه دا څو کاله کېږي دا مرغه افغانستان کې نه دی لیدل شوی او دلته يې نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی. "

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې شمېرې ښيي چې دې هېواد کې ۴۲۸ ډوله الوتونکي موجود دي چې له دې ډلې يې ۲۵۰ يې کډوال الوتونکي دي.

د دې ادارې مسوولین وايي چې اوس مهال د کډوالو الوتونکي نږدې ۵۷ ډولونه د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

د کابل قول حشمت خان
د کابل قول حشمت خان

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، کندز، د غزني ولاړې اوبه، د بلخ دشتې، فراه او هرات ولایتونو کې په زیاته اندازه کډوال الوتونکي موجود دي.

د دې ادارې د طبیعې میراثونو د ساتنې رییس جمال الدین ناصري ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان کې د جغرافیايي موقعیت له مخې چې ښه هوا هم لري د کډوالو الوتونکو د اوسېدو لپاره ښه سیمه ده.

د ښاغلي ناصري په خبره افغانستان د نړیوالو ژمنو پر بنسټ د کډوالو مرغانو لپاره د اوسېدو سیمې په ځانګړي ډول، د کابل قول حشمت خان، د غزني ولاړې اوبه، د درقد او امام صیب جزیره او ځینې نورې سیمې جوړې کړي او دغه شان په دې هېواد کې یو شمېر نورې طبیعې سیمې هم شته چې الوتونکي هلته ژوند کوي.

آرشیف
آرشیف

د نوموړي په خبره په نیمروز کې د کمال خان او په هرات کې د سلما بند له جوړېدو وروسته دغه سیمو ته زیات شمېر کډوال الوتونکي راغلل.

خو دا چې ولې يې ښکار کولو مخه نه نیول کېږي؟ نوموړي يې په اړه وای: "د فقر او نا امنۍ له امله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د الوتونکو بې رحمانه ښکار جریان لري، خو موږ هیله لرو چې د بېلابېلو برنامو په تطبیق سره د دغه کار مخه ونیسو او ګراپ يې راټیټ کړو. "

د مې اتمه د کډوالو الوتونکو په نوم نومول شوې، په دې ورځ په نړۍ کې د الوتونکو د ژوند پر اهمیت او د ځمکې لپاره د دوی پر اړین والي بحثونه کېږي.

خو دا چې په افغانستان کې يې د ښکار له امله د یو شمېر نسلونه د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي، ځینې باور لري چې افغان حکومت او د دې هېواد یو شمېر اوسېدونکي دې موضوع ته ډېر پام نه کوي او د الوتونکو ښکار ورته د ساعت تېرې یوه لوبه ښکاري.

XS
SM
MD
LG