د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

طالبانو استانبول ناستې ته تمایل ښودلی؛ ملي ارمان: ولې یې جګړو ته زور ورکړی؟


ارشیف، کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
ارشیف، کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا او افغانستان په اړیکو، د سولې بهیر او مطبوعاتو ته د ورپېښو ګواښونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي، د کورنیو او بهرنیو مطبوعاتو بحثونه تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو ځوناکونو د وتلو پر څرنګوالي راڅرخي او له هغه وروسته د افغانستان او امریکا اړیکو هېڅ بحث نه کوي، د ورځپاڼې په خبره دغه شان افغان او امریکايي چارواکي هم په دې اړه ډېر تمایل نه ښيي، نو همدا لامل دی چې د دواړو هېوادونو اړیکې په ظاهراً کې پیکه ښکاري.

په سرمقاله کې د جمهور رییس محمد اشرف غني څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلي و، له افغانستانه د بهرنیو ځواکون وتلو سره به د امریکا او افغانستان ترمنځ نوی فصل پرانیستل شي او د بهرنیو ځواکونو وتل به د افغانستان او امریکا په اړیکو هېڅ منفي اغېز ونه لري.

لیکوال د امریکا د ګډو ځواکونو قوماندان مارک میلي تازه خبرې هم راخیستي چې د افغان هوايي ځواکونو ۴ میلیارده مالي مرستې او افغان ځواکونو د روزنې په اړه یې کړې وې.

د سرمقالې د لیکوال په اند د حمهور رییس غني او مارک میلي دا ډول څرګندونې د دې ښکارندوي کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به امریکا له افغانستانه سره هر ډول اړیکو او مرستو ته دوام ورکوي.

په پای کې یادونه شوې، که امریکا له افغانستانه ووځي، نو د سیمې په درییم هېواد کې به فزیکي حضور وساتي او د افغانستان حالات به له نږدې وڅاري، د لیکوال په باور دا طالبانو ته ښکاره پیغام دی چې امریکا نه غواړي طالبان په بشپړه توګه په افغانستان کې کنټرول ترلاسه کړي او د امریکا او افغانستان دوه اړخېزې اړیکې به پرځای وي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد رسنیو ته ویلي چې طالبانو د استانبول ناستې کې ګډون ته تمایل ښودلی.

په سرمقاله کې یادونه شوې، دا چې طالبان په استانبول ناسته کې ګډون کوي، نو ولې بیا په دې وروستیو کې جګړو ته زور ورکړی او په عامه تاسیساتو بریدونه کوي؟

د سرمقالې په پای کې راغلي، که طالبان سولې ته تمایل ښيي، نو باید له جګړې لاس واخلي او د سولې لپاره په ګډه کار وکړي، څو په افغانستان کې د وینو له توئېدو مخنیوی وشي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او خبریالانو ته د ورپېښو ګواښونو په اړه تبصره کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د ازادو او خپلواکو مطبوعاتو په برخه د پام وړ پرمختګ وکړ، له کمو، ډېرو ستونزو سره سره بیا هم دغه هیواد د خپلواکو مطبوعاتو د ودې په برخه کې د سیمې په یو مخکښ هېواد بدل شو.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې له ۲۰۱۴ میلادي کاله بیا تر نننه په ډېر شمېر خبریالان ووژل شول چې د لیکوال په وینا د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نشته.

سرمقاله لیکونکی ادعا کوي چې خبریالانو ته د افغانستان د حکومت او طالبانو پټ او ښکارو ګواښونه تر شاه څه پټ راز شته چې زیاتره د بهرنیانو په لمسون کېږي او د افغانستان د بیان ازادي ته یو ستر ګواښ دی.

XS
SM
MD
LG