د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

د کرونا له محدودیتونو تېښته؛ په دوبۍ کې د پرتمینو ودانیو بیې لوړې شوي


د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یو شمېر پرتمینې ودانۍ
د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یو شمېر پرتمینې ودانۍ

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د پرتمینو ودانیو بیې لوړې شوي ځګه له پرمختللو هېوادونو ځیني شتمن خلک د کرونا وبا له محدودیتونو د تېښتې لپاره دې ښار ته ځي.

د دوبۍ د لوکسو ودانیو بیې پخوا تر دې رالوېدلې وې، خو د روان ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د هغو بیې د تېر کال د لومړۍ ربعې پرتله په سلو کې ۲۳۰ لوړې شوې دي.

د جایدادونو د معاملو دفترونه وايي چې په تېره اپرېل میاشت کې سل او په مارچ کې ۸۴ کورونه چې د هر یوې بیه ۲،۷ ملیون ډالره وه خرڅ شوي دي، په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۲۰ کال کې یوازې ۵۴ کورونه معامله شوي وو. ډېری دا کورونه او جایدادونه د انسان په لاس په جوړ شوي جمیره ټاپو کې دي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې اکثر دا کورونه د افغانستان جنګسالاران او د نایجریا، سوریې او لبنان په څېر د نورو هېوادونو شتمن خلک او سیاستوال اخلي څو خپلې ګټلې پیسې په‌کې خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG