د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

نورستان کې لاریون: ډاکټر شته معاش یې نشته، ډاکټر شته درمل یې نشته


نورستان کې لاریون
نورستان کې لاریون

نورستان کې یو شمېر مظاهره چیان په دې پار راوتلي چې د ولایت په روغتیايي مرکزونو کې درمل نشته او روغتیايي کارکوونکو ته یې معاشونه نه ورکول کیږي، دوی وايي دا ستونزې نور د زغملو نه دي.

لاریون کوونکي وايي، یو نیم کال کېږي چې روغتیايي مرکزونو ته درمل نه دي لېږل شوي او همدا راز صحي کار کوونکو ته د اوو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي .

نورستان کې لاریون
نورستان کې لاریون

د لاریون یو تن ګډونوال ملک جان محمد وايي: "موږ ولسمشر ته هم وایو چې د خدای لپاره زموږ اواز ولې نه اوري؟ ډاکټر شته دوا نشته، ډاکټر شته تعمیر نشته، ډاکټر شته امبولانس نشته موږ به په ډاکټر څه وکړو؟"

دوی ګواښ وکړ که د روغتیا برخه کې شته ستونزې ژر حل نه شي، نو دوی به کابل ته لاړ شي او د ارګ مخې ته به د حق غوښتنې خېمه ووهي.

د نورستان چارواکي هم وايي، په ځلونو يې د ستونزې د حل په موخه د عامې روغتیا وزارت سره اړېکې نېولي خو لا يې داسې ځواب نه دی ترلاسه کړی چې ورسره به یاد مشکل هوار شي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل: "د صحت عامې برخه کې ډېرې واضح ستونزې موجودې دي. په دې برخه کې د جناب وزیر سره په دې دوه اونیو کې پنځه ځلي ټیلیفوني تماس وکړ، درې ځلي مو ورته مکتوب ولېږه او پنځه ځلي مو ورته وټساپ کې پیغام پرې ایښی، خو بدبختانه چې د حل لاره وزیر صیب هم پیدا نه کړه او دا کار نورستان سره ستره جفا ده."

دد ې ولایت له مرکز پارونه درې ورځې وړاندې د نورستان په دواب ولسوالۍ کې هم دې ته ورته لاریون شوی وو.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت له مسؤلینو هم ځواب ترلاسه کړي، خو بریالۍ نه شوه. نږدې یوه نیمه اوونۍ کېږي چې د یاد وزارت ویاند دستګیر نظري ازادي راډیو سره په مرکه کې ژمنه کړې وه چې په یوه اوونۍ یا لسو ورځو کې به په نورستان کې د صحي کارکوونکو د معاشونو او په روغتیايي مرکزونو کې د درملو مشکل حل شي، خو تراوسه هغه ژمنه نه ده پر ځای شوې.

XS
SM
MD
LG