د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۴۷

افغان چارواکي: ۱۷ ولایتونو کې سیلابونو ۵۴ تنه مړه کړي او ګڼ زیانونه یې اړولي


ارشیف،

تېرو څو ورځو کې سیلابونو ګڼ شمېر ولایتونو کې خلک زیانمن کړي چې یو له هغو نورستان دی. د دې ولایت د دواب ولسوالۍ قومي مشر میراجان وایي، سیمه کې یې د تېرې ورځې سیلابونو څو خپلوان مړه کړي او ګڼ مالي زیانونه یې هم ور اړولي دي.

نوموړی زیاتوي: "پرون پېښه کې دوه درې لوی پلونه اوبو وړي، باغونه یې هم ویجار کړي او پر پله چې هغه مهال یو کس ولاړ و هغه یې هم وړی دی."

‎دغه قومي مشر په داسې حال کې د سېلابونو د زیانونو خبره کوي چې د افغانستان د طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي، تېرو پنځو ورځو کې د هېواد په ډېری ولایتونو کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

‎د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي د پنجشنبې (د غويي ۱۶مه) په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د غویي میاشتې له ۱۲مې نېټې تر نننه پورې په ۱۷ ولایتونو کې له سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلی عظیمي وايي وروستیو سیلابونو ۳۰ تنه لادرکه کړي دي.
ښاغلی عظیمي وايي وروستیو سیلابونو ۳۰ تنه لادرکه کړي دي.

‎ښاغلي عظیمي زیاته کړه: "تر دا مهاله چې تاسو سره خبرې کوم، ۵۶ شهیدان، ۲۵ ټپیان، نږدې ۳۰ کسان لادرکه شوي چې موږ یې د موندلو لپاره پلټنې پیل کړي دي، د طبیعي پېښو په ځانګړي توګه د سېلابونو له امله ۵۷ کورنۍ بې ځایه شوي دي چې موږ دوی ته د مرستو رسولو لپاره کار کړی او لومړنۍ مرستې ورته رسېدلي دي."

‎ښاغلی عظیمي وایي، د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه کچه په هرات، غور، سمنګان، بامیان، میدان وردګ او بدخشان ولایتونو کې ده چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

‎د نوموړي په خبره په ټوله کې په دې وروستیو کې د افغانستان په۲۴ ولایتونو کې سېلابونه راوتلي دي.

‎بل خوا د طبیعي پېښو ته د رسېدنې برخه کې د چارو پوه ولي مدقق ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې وویل چې که څه هم له تېرو لسو کلونو راپه دېخوا هرکال د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې سېلابونه راوځي خو په خبره یې د دولت او خلکو له لوري د زیانونو د مخنیوي لپاره جدي کار نه دی شوی.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې برخه کې د چارو پوه ولي مدقق
طبیعي پېښو ته د رسېدنې برخه کې د چارو پوه ولي مدقق

‎ښاغلی مدقق څو مهمو ټکو ته اشاره وکړه چې کولی شي د تلفاتو د مخنیوي لامل وګرځي: "

  • لومړی دا چې دولت باید خلکو ته د سېلابونو د راوتلو د خبرتیا قوي سیسټم جوړ کړي.
  • دوهم د زېربناوو پیاوړي کول دي چې وکولی شي د سېلابونو د مخربو اغېزو مخه ونیسي.
  • درېیم د شنو سیمو بیارغونه ده چې هلته په کې د سېلابونو اوبه زېرمه شي.
  • څلورم مهمه ده چې د سېلابونو د راوتلو سیمه مشخص شي چې څومره ګواښوونکي دي؟
  • او پنځم د ابرېزو قوي مدیریت سیسټم دې رامنځته شي."

‎که څه هم تر اوسه د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو کره شمېره نشته، خو سېلاب ځپلو غوښتنه کړې چې دولت دې ژر تر ژره دوی ته مرستې ورسوي.

XS
SM
MD
LG