د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۰

فوټبال؛ چلسي لوبډله د اروپا د اتلانو جام فاینل ته ووته


ارشیف
ارشیف

د انګلستان د چلسي د فوتبال ټیم خپل هسپانوي رقیب ریال مادرېد ته ماته ورکړه او د اروپا د اتلانو جام فاینل ته ووت.

لوبه تیره شپه په لندن کې ترسره شوه او چلسي دوه د صفر په مقابل کې ریال مادرېد ته ماتې ورکړه.

تېره اوونۍ دواړو ټیمونو لوبه یو-یو مساوي کړې وه.

وړمه ورځ مانچسټر سیټي د پاریس سنت جرمن لوبډلې ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړې او د اروپا د فوتبال جام فاینل ته ووتلی و.

د اروپا د اتلانو د جام وروستۍ یا فاینل لوبه به د روانې مې میاشتې په ۲۹مه په استانبول کې د مانچسټر سیټي او چلسي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG