د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۲۰

اروپايي ټولنې د بالکان حوزې لویدیځ ته د کرونا ضد واکسین رسول پیل کړل


اروپايي ټولنې د بالکان حوزې لویدیځ ته د کرونا ضد واکسین رسول پیل کړل

د اروپايي ټولنې له خوا د بالکان حوزې لویدیځ ته د دې ټولنې په مالي مرسته د برابر شوي واکسین رسول رسماً پیل شول.

دغه پروسه، پرون سې شنبه (د غويي ۱۴مه) دغې ساحې ته د اروپايي ټولنې د پراختیايي چارو کمېشنر اولیفر وارهیلي (Oliver Varhelyi) د درې ورځني سفر په بهیر کې پیل شوه.

د بالکان په لویدیځ کې پراته هېوادونه هڅه کوي چې له اروپايي ټولنې کرونا ضد واکسین ترلاسه کړي، خو سربیا او د بالکان حوزې نورو هېوادونو تر ډېره چین او روسیې ته مخه کړې ده.

دا کار د دې سبب شوی چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه دغې حوزې ته د خپلو واکسینونو رسول وځنډوي.

په بالکان حوزه کې ځینو سیاستوالو پر اروپايي ټولنې انتقاد کړی چې د اړتیا پر وخت د خپلو غړو هېوادونو د ژغورنې لپاره نه لاس په کار کېږي.

اروپايي کمېسیون تېره میاشت اعلان کړی و چې تر اګسټ میاشتې به د فایزر او بایونتیک واکسینونو شپږ لکه او ۵۱زره ډوزه دغو هېوادونو ته هره اوونۍ یوه- یوه اندازه ورسول شي.

XS
SM
MD
LG