د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

د پیکاسو او کساما رسامۍ نندارې او خرڅلاو ته وړاندې کېږي


ارشیف، د پبلو پيکاسو یوه رسامي
ارشیف، د پبلو پيکاسو یوه رسامي

د پیکاسو او کساما رسامۍ به د نیویارک بونهامز هاوس نندارتون کې نندارې او خرڅلاو ته وړاندې شي.

پبلو پیکاسو (Pablo Picasso) د اسپانیا مشهوره مجسمه جوړوونکی او رسام وو چې د مکعبي رسامیو سرلاری ګڼل کېږي او یایوی کساما (Yayoi Kusama) جاپانۍ رسامه ده چې په رسامیو کې يې تر ډېره دایرې لیدل کېږي.

اټکل شوی چې د پبلو پیکاسو مشهوره تابلو (فَم ابیرې ماف) به له ۱۰ ملیونو څخه تر ۱۵ ملیونو ډالرو پورې بیه شي.

د نیویارک د امپریشنسټ او عصري هنرونو برخې رئیسه مالي اوټ امبلر رسنیو ته وویل: "موږ خوشحاله یو چې د ماري ترییس والټر هغه مشهوره پورتریت چې پابلو پیکاسو په ۱۹۳۷م کال کې جوړ کړی، لیلام ته ږدو. دا د پیکاسو له ډېرو ښایسته رسامیو څخه دی چې د خپلې میېنې لپاره‌یې جوړ کړی وو."

پبلو پیکاسو
پبلو پیکاسو

د پیکاسو دا تابلو په ۱۹۸۴م کال کې یو چا پېرلې وه او له هغه راهیسې نندارې ته نه‌ده وړاندې شوې.

ټاکل شوې ده دا نندارتون د مې میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل شي.

په دې نندارتون کې به د جاپانۍ رسامې یایوی کساما رسامۍ هم لیدلو او پيرلو ته وړاندي شي.

په دې ټولګه کې درې تابلوګانې او اته پر کاغذ شوي رسامۍ شاملې دي. دا رسامۍ او تابلوګانې کساما خپل ډاکتر ته په ډالۍ کې ورکړې وې.

ډاکتر هیروس په نیویارک کې په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د کساما د سرطان د ناروغۍ درملنه کړې وه.

ویل کېږي چې دا د کساما له لومړیو رسامیو څخه دي.

د کساما د هډسن او مسي سیپي سیندونو د رسامیو بیې په درې ملیونه او پنځه ملیونه ډالرو اټکل شوي دي.

د کساما د رسامیو نندارتون به د مې میاشتې په ۱۲مه نېټه په نیويارک ښار کې په بونهامز نندارتون کې پيل شي.

XS
SM
MD
LG