د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۴۶

د هند کرکټ بورډ: ښايي راتلونکې ۲۰ اووریزه لوبې اماراتو ته انتقال شي


ارشیف، د هند کرکټ لوبغاړي

د هندوستان کرکټ بورډ وایي، په دې هېواد کې د کرونا ویروس تېز مزل ته په کتو، ډېر احتمال شته چې راتلونکی نړېوال شل اووریزه جام عربي متحده اماراتو ته انتقال شي.

ټاکل شوې چې سږ کال د کرکټ نړېوال شل اوورېز جام اووم پړاو سیالۍ په هندوستان کې ترسره شي.

دا لوبې شپږ میاشتې وروسته د اکټوبر په میاشت کې پیلېږی او د نوومبر تر ۱۴ مې دوام کوي.

په نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې ګډون لري.

تېر ځل د دغه سیالیو اتلولي ویسټ انډیز خپله کړې وه.

XS
SM
MD
LG