د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

اسرائیلو کې د مذهبي مراسمو د ټېل ماټېل له امله لږ تر لږه ۴۴ کسان مړه شوي


اسرائیل کې شوې پېښه
اسرائیل کې شوې پېښه

په اسرائیلو کې د مذهبي مراسمو د ټېل ماټېل له امله لږ تر لږه ۴۴ کسان مړه او تر سلو زیات کسان ټپیان شوي.

لسګونه کسان ځینو ته د ختلو پر مهال د ټېل ماټېل له امله ولوېدل او همداسې تر پښو لاندې کېدل.

په راپورونو کې لومړی ویل شوي و چې یو سټیج هم په خلکو لوېدلی.

پېښه بېګا د اسرائیل په شمال کې د ارتودوکس یهودیانو په مراسمو کې شوې.

که څه هم چارواکو په دې مراسمو کې د ګډونوالو شمېر ۱۰ زره تنه ښودلی خو رسنیو راپور ورکړی چې تر یو لکو زیات کسان په معرون غره کې د یهودانو د مذهبي رهبر/حاخام/ شمعون بار یوهای په درنښت جوړېو شوېو مراسمو ته ورغلي وو.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو دا "یوه لویه فاجعه" یاده کړې ده.

لږ تر لږه د نیمايي ټپيانو روغتیايي حالت نازک راپور شوی او د مرګژوبلو شمېر په بدلېدو دی.

XS
SM
MD
LG