د امریکا متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او وقایې مرکز یو بل لارښود په ډاګه کړی چې له مخې بهیې ځیني خلک مجبور نهوي له کوره بهر ماسکونه واغوندي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي د کرونا ویروس د واکسین تطبیق عادي حالت ته د امریکا د بېرته راتلو سره ډېره مرسته کوي.
یاد مرکز پرون اعلان وکړ چې هغه کسان چې په بشپړ ډول واکسین شوي وي، په یوه لوی جمعیت کې له حضور پرته، په نورو ځایونو کې مجبور نهدي چې ماسکونه واغوندي.
د دې ادارې په وینا هغه کسان چې لا تر اوسهیې د کرونا واکسین نهدی کړی، په ځینو مواردو کې کولای شي له ماسک پرته له کوره بهر ووځي.
د رسمي شمېر له مخې تر اوسه په امریکا متحده ایالاتو کې ۵۷۰ زره کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.