د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

خلیلزاد: که طالبان د امریکا ګټې له خطر سره مخ کړي، بیا به وځپل شي


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته حاضر شو او د افغانستان په اړه‌یې د سناتورانو اندېښنو ته ځواب ووایه.

سناتوران له دې درکه اندېښمن وو چې که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل او طالبان بیا واک ته ورسېدل، د ښځو حقونه به څنګه شي او ایا افغانستان به بیا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي!؟

ښاغلي خلیلزاد وویل، که طالبان وغواړي چې د امریکا ګټې له خطر سره مخامخ کړي، نو بیا به وځپل شي.

ده زیاته کړه، که احیاناً طالبان واک ته ورسېدل او د ښځو حقونو ته‌یې درناوی ونه‌کړ، له افغانستان سره د امریکا مرستې به ودرول شي.

خلیلزاد وویل، امریکا له خپلو سلګونو ملیون ډالرو مرستې څخه پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره کار اخیستلی شي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون
د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون

ده زیاته کړه، طالبانو ته‌یې ویلي چې که د امریکا مرستې غواړئ، که د نړیوالې ټولنې غوښتونکي یاست او غواړئ چې له انزوا راووځئ دا ټول له دې سره تړاو لري چې له خلکو سره څه ډول چلند کوئ. تر ټولو وړاندې له ښځو، ماشومانو او اقلیتونو سره.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړو په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

خلیلزاد د سنا جرګې غړو ته وویل چې ده په زغرده ویلي چې له ترورېزمه وروسته د امریکا لپاره بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه مهم دي.

ده دا هم وویل چې امریکا غواړي د افغانستان د سولې په راتلونکو خبرو کې ښځې او اقلیتونه برخه ولري.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه مرکه کې پرون وویل، افغانستان ته د ۳۰۰ ملیون ډالره بشري مرستې د ورکولو په اړه د ولسمشر بایډن حکومت له کانګرس سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG