د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

د والي رحمت الله یارمل پرسر د لغمان د ولسونو خپلمنځي مخالفتونه او ناندرۍ


د لغمان والي رحمت الله یارمل
د لغمان والي رحمت الله یارمل

د لغمان ولسونه په دې وروستیو کې د دغه ولایت د والي رحمت الله یارمل پر سر د یو بل پر وړاندې په اختلافي غونډو او مجالسو بوخت دي، ځيني یې والي په فساد، ناغېړۍ او د ولایت په رهبرۍ کې پاتې راغلی بولي، خو ځيني نور یې بیا ملاتړ کوي او د ولایت لپاره یې وړ بولي.

هغه چې د والي رحمت الله یارمل په مخالف لوري کې دي وایي، له هغې ورځې چې نوموړی د لغمان د ولایت پر څوکۍ ناست دی، د لغمان وضعیت تر پخوا بې ثباته شوی دی.

د لغمان ولایت اوسېدونکی بارکزی ابراهیم خېل وایي، مرکزي حکومت دې ورته د رحمت الله یارمل پرځای بل، خو وړ والي ور وپېژني :"په امنیت کې پاتې راغلی، د قومونو ترمنځ یې اختلاف رامنځته کړی، همدا اوس اوس یې د الینګار او قرغیو په ولسوالیو کې د کلونو کلونو تربګنۍ رامنځته کړي، په انکشافي فعالیتونو کې پاتې راغلی، د ده له راتګه اته میاشتې تېرېږي، په دې اتو میاشتو کې یې یوه انکشافي پروژه لغمان ته نه ده راوړې."

د لغمان د والي د مخالف لوري غړي له دې ډلې د لغمان د قومونو او ولسونو شورا رئیس حیات هوتک وایي، د لغمان ولسونه کار غواړي او برحاله والي یې د غوښتنو په ځوابولو کې پاتې راغلی دی.

دی پر والي رحمت الله یارمل تور پورې کوي چې ګوندې په فساد او غصب کې لاس لري او باید حساب کتاب ورسره وشي.

هوتک زیاته کړه: "د ځمکو په غصب کې یې لاس، په شهرکونو کې یې لاس، په فساد کې یې لاس، دا دې په کور کینوي، دی دې څارنوالۍ ته معرفي کړي او موږ ته دې یو ښکلی خدمتګار لغمان ته راولېږي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د لغمان یو شمېر ولسي خلک د لغمان د اوسني والي پر ضد د اعتراض په ډول راټول شوي وو او د کابل جلال اباد لویه لاره یې تړلې وه.

د والي رحمت الله یارمل پرضد د تېرې اوونۍ لاریون په داسې حال کې و چې ورسره هم مهاله د لغمان په مرکز مهترلام کې هم یو شمېر ولسي خلک راټول شوي وو او د والي په ملاتړ یې شعارونه ورکول او معترضان یې د شخصي ګټو پر بنسټ راپارېدلي بلل.

د والي ملاتړي لغمانیان له دې ډلې قومي مشر شامردخان وایي، د لغمان لپاره د والي کارونه مثبت او ګټور دي او چاته اجازه نه ورکوي چې د شخصي ګټو لپاره د لغمان د ولسونو په برخلیک معاملې وکړي.

نوموړی وايي: "موږ د رحمت الله یارمل په کلکه حمایت کوو او په کلکه دا هوډ کوو چې د ده د مثبتو کارونو به تایید کوو، موږ چې اوس وینو، ښه کارونه یې کړي دي."

د لغمان والي رحمت الله یارمل شااوخوا اته میاشتې وړاندې دغه ولایت کې د والي په توګه په خپله دنده پیل وکړ.

یارمل د والي په توګه د خپلې معرفۍ په ورځ په یوه لویه ولسي غونډه کې له ولسونو سره ژمنه کړې وه چې د ولایت کولو کافي تجربه لري او کولی شي چې د لغمان له ستونزو سره د ولسونو په ملاتر مبارزه وکړي.

د لغمان اوسېدونکو هم د والي د کار د پیل په لومړۍ ورځ له نوموړي د یوه ځوان په حیث د ښې حکومتوالۍ هیله وکړه او په همدې شرط یې د لغمان د ولسونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

خو اوس پوښتنه دا ده چې رښتیا هم والي رحمت الله یارمل د لغمان د ولسونو د ښې حکومتدارۍ کولو شرط نه دی پوره کړی او که یو شمېر خلک د ولایتي ادارې په خبره، د شخصي ګټو لپاره پلمې لټوي؟ په دې اړه د لغمان په ولایتي شورا کې د دغه ولایت د خلکو استازي ګلزار سنګروال ازادي راډیو ته وویل چې دی داسې څه نه ویني چې په خبره یې، خبره تر لاریونونو او پاڅونونو ورسېږي.

ښاغلي سنګروال زیاته کړه: "خپله ولایتي شورا له ولایتي ادارې سره کامله هماهنګي او همغږي لري، د لغمان په ولایتي اداره کې تر اوسه پورې داسې څه نواقصات او نیمګړتیاوې نه دي لیدلي چې هغه قابل د ملاحظې واوسېږي."

د لغمان د ولایتي شورا د غړو په باور، ولسونو ته د خپلمنځي تربګنیو او ناندرو پرځای په کار ده چې خپلې ستونزې له خپلو استازو سره شریکې او د حل لپاره یې په ګډه کار وکړي.

د لغمان ولایتي اداره هم د والي رحمت الله یارمل پر وړاندې لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي او دا هرڅه د هغو بدلونونو او نویو مقرریو له امله بولي چې دې وروستیو کې د لغمان په ځينو دولتي ادارو کې رامنځته شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته وویل، یو شمېر کړۍ چې د لغمان په اداراتو کې وروستي بدلونه د ځان په زیان بولي او د کلونو -کلونو ماموریتونه یې چې په خبره یې، ولسونو ته ګټور نه وو، له لاسه وتلي، د لغمان ولسونه د والي پر وړاندې پاروي او لمسوي یې.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي

دولتزي زیاته کړه: "د لغمان ولایتي ادارې د ولسونو په غوښتنه او د مرکزي ادارې په ځانګړي هدایت سره ځينو ادارو کې تغییرات راوستل او هغه کسان چې ۱۵ یا ۱۶ کاله په اداراتو کې وو او ګټور نه وو ثابت شوي، دوی یې تغییر او پرځای یې اهل کسان راغلل، همغه و چې دغو کسانو ته شخصي زیان واوښت او معمول دی چې دوی به خپل غږ پورته کوي."

د والي پر سر د لغمان د ولسونو خپلمنځي مخالفتونه او ناندرې په داسې حال کې دي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو په خبره، دغلته ناامنۍ او یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو فعالیتونه زیات شوي چې له امله یې ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG