د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۶

ایران: د کرونا له امله د مړینو شمېر به راتلونکو اونیو کې لوړ شي

ایران کې پر کرونا اخته ناروغان
ایران کې پر کرونا اخته ناروغان

د ایران روغتیایي چارواکي په یوه ورځ کې د کرونا له امله د زیات شمېر کسانو له مړه کېدو سره سم خبرداری ورکوي چې د کووېډ -۱۹ له امله د مړینو شمېر به راتلونکو اونیو کې ډېر لوړ شي.

د دې هېواد د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۹۶ کسان د دغه ویروس له امله مړه شوي چې دا په وروستیو ورځو کې د مړینو لوړ شمېر دی.

په دې سره په ایران کې د کرونا له امله د ټولو مړو شوېو کسانو شمېر له اویا زرو واوښت. ایران دغه راز په دې موده کې پر کرونا له ۲۱ زره زیاتو کسانو د اخته کېدو خبر هم ورکړی چې په دې سره دغه ویروس د اخته شوېو کسانو شمېر له دوه میلیونه او څلور لکه کسانو واوښت.

د ایران ایرنا دولتي خبري اژانس د دې هېواد د روغتیا د مرستیال وزیر ایرج حریرچي له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي راتلونکو دوو اونیو کې به د مړینو شمېر زیات شي.

ایراني چارواکي وایي، د ویروس هغې بڼې چې هند یې ډېر ځپلی، دې هېواد کې هم سرایت کړی دی.

په ایران کې د کرونا ضد واکسین لړۍ د فبروري میاشتې په لومړیو کې پیل شوې او تر اوسه یوازې اته لکه او ۲۴ زره ډوزه تطبیق شوی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG