د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت غوښتنه؛ هند ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړئ


د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې یو شمېر روغتیايي کارکوونکي د مسافرو د معاینې پر مهال
د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې یو شمېر روغتیايي کارکوونکي د مسافرو د معاینې پر مهال

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې هند ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي هندوستان د کرونا ویروس له یوې نوې څپې سره مخ دی او د دغه هېواد چارواکو په بېلابېلو ښارونو کې ګرځ‌بندیز او قرنطینونه اعلان کړي دي.

هندوستان کې دا څو وروستۍ ورځې هره ورځ له درې نیمو لکو ډېر کسان په کرونا اخته کېږي.

یوازې پرون ۲،۸۰۰ کسان مړه شوي.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې افغانستان ته له هند یا نورو بهرنیو هېوادونو راستنېدونکي کسان باید د کرونا منفي ټسټ له ځانه سره ولري.

XS
SM
MD
LG