حامد شینواری د افغان کرکټ بورډ نوی اجرائیه رئیس وټاکل شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی شینواری د ازادې سیالۍ له لارې دغه څوکۍ ته بریالی شو.
نوموړي وویل چې نن په کرکټ بورډ کې په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې پخواني اجرائیه رئیس رحمتالله قریشي له لوري حامد شینواری د نوي اجرائیه رئیس په توګه اداري کارکوونکو ته وپېژندل شو.
حامد شینواری د روغتیایي پالېسۍ د مدیریت برخه کې د دکتورا تر کچې لوړې زدهکړې لري او له دې وړاندې یې د افغانستان کرکټ بورډ په ګډون په ګڼو نورو ادارو کې د مدیریت او رهبرۍ په کچه دندې ترسره کړې دي.