د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

پر کراچۍ د توکو پلورونکي: کندز ښاروالۍ مو ډوډۍ ګټلو ته نه پرېږدي


د کندز بازار
د کندز بازار

کندز کې یو شمېر هغه کسان چې د ښار په واټونو کې په لاس ګاډو کې توکي پلوري وايي، ښاروالۍ یې له ۳ میاشتو راهېسې کار ته نه پریږدي او په ټکو یې دې کار ترې د ګټې وټې لارې اخېستي او کورنۍ یې له سختو اقتصادي ناخوالو سره مخ دي.

د کندز ښار د چپن فروشۍ راسته کې فېروز خان چې پر کراچۍ یې توکي بار کړي وايي، د ښاروالۍ مامورین یې وخت په وخت ورته لاس ګاډۍ چپه کوي.

فېروز خان ازادي راډیو ته خپله کیسه داسې کوي: "درې میاشتې کېږې چې موږ یو خوا او بل خوا ځغلوي، له ښارواله غواړو چې موږ خپل کاروبار ته پرېږدي. د ښار شااوخوا جنګ او ناامني ده او بل خوا بې کارې ده. له ډېرو ستونزو سره مخ یو، هم د کور کرايي راپسې ده، پوروړي یو، دولت باید زموږ غږ واوري."

د کندز ښار
د کندز ښار

۳۷ کلن شکرالله د کندز ښار پر سړکونو ساعتونه پلورل چې د ښاروالۍ وروستیو اقداماتو یې کار زیانمن کړ.

هغه وايي، له دې لارې یې لس کسیزې کورنۍ ته نفقه ګټله: "ښاروالۍ مو پر پلې لار نه پرېږدي، واټونو کې مو ترافیک نه پرېږدي؛ څه وکړو؟ کومې خوا ته ولاړ شو؟ د ورځې مو دوه-درې سوه افغانۍ پیدا کولې هغه هم پر موږ ودرېدې، کور مې کرايي دی، پوروړي هم یو او بې کاره هم."

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي هم د دغو سوداګرو ستونزې مني او پر ښاروالۍ غږ کوي چې لاسي سوداګرو ته دې د کار کولو اجازه ورکړي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي
د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي

ښاغلي ایوبي زیاته کړه: "ښاروالۍ دې دوی ته مارکیټ پېدا کړي، کومې کړنې چې ښاروالۍ پیل کړي د خلکو د ځورولو لامل ګرځي. زما غوښتنه دا ده چې دولت باید دوی ته د دې کار بدیل او وزګاره خلکو د کار زمېنه برابره کړي."

له درې میاشتو راهېسې د کندز ښاروالۍ د ښار د واټونو پر غاړو پر لاسي کراچیو کې د توکو د پلورونکو پر ضد کمپاین پیل کړی او دوی نه پریږدي چې د سړکونو پر غاړو توکي وپلوري.

د ښاروالۍ چارواکي وايي، د بېلابېلو ادارو سره یې په همغږۍ ښار د تنظیم او پاکوالي په خاطر له پلي لارو په لاس ګاډو کې سودا پلورنکي لېرې کوي.

د ښاروالۍ سرپرست انجنیر حمیدالله ناصري په دې ازادي راډیو ته وویل: "موږ د ښار د تنظیم په هکله څو ځله د ولایت مقام په تالار کې چې هلته د ښار مخور، د اصنافو استازي، ولایتي شورا، د مدني ټولنو غړي او د امنیه قوماندانۍ او د ملي امنیت چارواکو حضور درلود، په ګډه مو یو پلان جوړ کړ چې له مخې اوس ښار کې مو خپل کار روان کړی دی."

ښاغلی ناصري زیاتوي چې دوی لاسي سوداګر د ښار په یو شمېر مارکيټونو کې ځای پرځاي کړي وو، خو په خبره یې چې دوی هلته نه دریږې او بېرته د ښار واټونو ته راوځي.

XS
SM
MD
LG