د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

خلک: د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ ملکي چارې لا هم له جلال اباده سمباليږي


جلال اباد
جلال اباد

حصارک، د ننګرهار هغه ولسوالي چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې یې نېږدې ټولې سیمې د وسله والو طالبانو په واک کې وې، خو تېره شااوخوا یوه میاشت مخکې په کې د وسله والو مخالفانو د ځپنې په هدف د افغان حکومت نظامي عملیات پیل شول چې اوس هم دوام لري.

د حصارک اوسېدونکي وایي، اوس چې د دغې ولسوالۍ ډېرې سیمې له وسله والو مخالفانو پاکې شوي، باید امنیت یې ټینګ او پرمختیایي برخو په ځانګړي ډول حکومتدارۍ ته یې جدي پاملرنه وشي.

د دوی په خبره، تېرو ۱۲ کلونو کې یې له مرکز جلال اباد سره ازاد تګ راتګ محدود او د دولتي ادارو په ځانګړي ډول په ملکي برخه کې ټولې چارې یې له جلال اباده سمبالېدې او لا هم سمبالېږي.

د حصارک ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې مشر اول خان وایي، تېره شااوخوا یوه لسیزه ناامنیو او جنګ جګړو یې دغلته د خلکو د ژوند اسانتیاوې اخېستي او زیاتوي، که اوس حکومت د حصارک ولسونه پر ځان راټولول غواړي نو کار دې وکړي او حکومتداري دې په کې فعاله کړي.

ارشیف، ننګرهار کې افغان سرتیري
ارشیف، ننګرهار کې افغان سرتیري

اول خان زیاته کړه: "که غواړئ چې حصارک ولسوالۍ ودانه شي او امنیت په کې راشي او ولسونه یې راټول شي، نو باید زموږ د هرې شعبې مامور دلته واوسي، لکه قاضي، هغه قاضي چې د میاشتې یو لک او لس زره افغانۍ تنخوا اخلي، هغه زما د سرباز څخه زیات نه دی، سرباز چې د دوی امنیت نیسي او دی په شعبه کې دننه ناست وي، نو باید راشي خپلې شعبې ته، هو! که دی وایي چې زه نشم تللی، حصارک ولسوالۍ ناامنه او لېرې ده، نو مهرباني وکړئ! دلته مونږ خپل قاضیان هم لرو او څارنوالان هم لرو د حصارک ولسوالۍ."

هاخوا د حصارک ولسوالۍ ځایي حکومتي مسؤلین هم د خلکو دغه غوښتنې پرځای بولي خو وایي، په حصارک کې تېرو جنګ جګړو د نورو تأسیساتو ترڅنګ خپله د ولسوالۍ ودانۍ هم زیانمنه کړې چې که ونه رغول شي، د مامورینو کار کول به یې سخت وي.

د حصارک ولسوال کشمیر خان شینواری له ولایتي او مرکزي حکومته غواړي چې د حصارک ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هرڅه ژر دې ورته د ولسوالۍ ودانۍ ورغوي، څو مامورین په کې خپل کارونه پیل کړي.

دی وايي: "دغه ولسوالۍ څو کاله په جنګ کې وه، د ولسوالۍ ودانۍ په مکمل ډول ویجاړه شوې ده، نو غوښتنه مو له ولایتي ادارې او مرکزه دا ده چې د تعمیر په جوړونه کې راسره ژر همکاري وکاندي او دا ودانۍ ژر جوړه کړي، ځکه دلته مراجعین ډېر زیات راځي."

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل ویلي چې د حصارک ولسوالۍ مهمې برخې له وسله والو مخالفینو پاکې شوي.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل ویلي چې د حصارک ولسوالۍ مهمې برخې له وسله والو مخالفینو پاکې شوي.

د حصارک ولسوالۍ د مسؤلینو او ځایي خلکو دا غوښتنې په داسې حال کې دي چې شااوخوا یوه میاشت وړاندې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل اعلان وکړ چې دغه ولسوالۍ کې د پراخو نظامي عملیاتو ترسره کېدو وروسته اوس د دغې ولسوالۍ مهمې برخې د وسله والو مخالفانو له شتونه پاکې دي.

امرخېل ویلي، اوس د ننګرهار د نورو ولسوالیو په څېر حصارک ته هم ازاد تګ راتګ شونی او امنیت یې ډاډمن شوی دی.

د تصفیه شوېو سیمو د امنیت ټینګښت، د روغتیایي مرکزونو فعالول او مجهز کول، د معارف برخه کې بنسټیز کار کول، د سړکونو او لویو لارو رغول او حکومتداري فعالول هغه عمده غوښتنې دي چې د حصارک اوسېدونکي یې له افغان حکومته لري.

ننګرهار ولایتي اداره که څه هم حصارک کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر ضد عملیات روان بولي خو وایي، د حصارک لپاره یې پاملرنه زیاته شوې او د بشپړې تصفیې وروسته به یې ټولو ستونزو ته رسیده ګي وشي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی دغلته د حکومتدارۍ د بیا فعالېدو په تړاو وایي، تر اوسه د حصارک په ځينو سیمو کې عملیات روان دي او تر امن کېدو وروسته به یې ټول حکومتي مامورین خپلو دندو ته ولېږل شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی

دی وايي: "د حصارک ولسوالۍ ۱۴ کلي له وسله والو مخالفینو پاک شوي او دا عملیات لا هم جریان لري، له عملیاتو وروسته کله چې هلته امنیت تأمین شي، ترڅنګ به یې د حکومتدارۍ برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وشي، کوم مامورین چې هلته رسمي دندې لري، ټول به ولسوالۍ ته واستول شي."

عطاالله خوږیاڼي د حصارک د ولسوالۍ د ودانۍ د رغونې په اړه وویل چې په دې اړه یې له مرکزي حکومت سره خپل وړاندیزونه شریک کړي څو بودجه یې منظور کړي او زیاتوي، تر مالیې وزارته یې دغه پروسه رسولې او هیله مند دي چې نږدې وخت کې به ښه لاسته راوړنه ولري.

د حصارک ولسوالۍ د اوسېدونکو، ځایي مسؤلانو غوښتنې او د ولایتي ادارې هیله مندۍ په داسې حال کې دي چې د ننګرهار د ۲۲ ولسوالیو له منځه شېرزاد او حصارک هغه ولسوالۍ دي چې لا هم په کې وسله وال طالبان شته او وخت ناوخت ترې د جګړو راپورونه او یو تربله د زیانونو اړولو ادعاوې کېږي.

حصارک د ننګرهار حنوب لوېدیځ ته د سپین غر په لمن کې د ډېورنډ پر فرضي کرښه پرته ولسوالي ده چې د کابل له سروبي، د پکتیا له ځاځي اریوب، د لوګر له ازرې او د ننګرهار له شېرزادو ولسوالیو سره ګډې پولې او شااوخوا ۳۰ زره نفوس لري.

XS
SM
MD
LG