د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

ترکیه کې د کُردي جنګیالیو پرضد تازه عملیات؛ اردوغان: د 'قاتلانو' رېښې وچوو


ترکي ځواکونه
ترکي ځواکونه

د ترکیې چارواکو او محلي رسنیو ویلي، د دغه هېواد پوځ د عراق په شمال کې د کُردي ملېشو پرضد تازه عملیات پيل کړي دي.

د راپورونو له مخې د عملیاتو پر مهال د کُردستان د منع کړای شوي کارګر ګوند 'پي.کې.کې' پر اهدافو په سرحدي ښار حکاري کې د جټ الوتکو او توپچي بریدونه شوي دي.

د ترکیې تلوېزیون راپور ورکړی چې د دوی ځانګړي ځواکونه، بې پیلوټه الوتکې او پوځي هليکوپټرې د عراق شمال کې دې عملیاتو کې ښکېلې شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه ویډیویي پيغام کې چې دولتي اژانس انادولو خپور کړی ویلي، د دغو عملیاتو هدف د ده په باور د 'قاتلانو د ریښې وچول دي'.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

اردوغان وویل، ترکیه د عراق ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، خو په خبره یې دغلته د ترهګرو پر پټن ځایونو او سمڅو بریدونو کې یو شمېر سخت دریځي له منځه تللي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې، تر اوسه بغداد او د کُردانو خپلواکې سیمې په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

د ترکیې پوځ له دې وړاندې هم د عراق په شمال کې د کُردستان د کارګر ګوند پر اهدافو ورته بریدونه کړي دي.

د کُردستان کارګر ګوند د ترکیې، امریکا او دغه راز اروپایي ټولنې له خوا د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شوی دی.

د ترکیې چارواکي وایي، په همدې تېره فبروري میاشت کې ۱۳ ترکي اتباع چې پوځي پرسونل او پولیس په کې وو، د کُردستان د کارګر ګوند د سخت دریځو له خوا د عراق په ګارا سیمه کې اعدام شول.

۱۳ ترکي اتباع د ترکيې د کارګر ګوند له لوري وژل شوي دي.
۱۳ ترکي اتباع د ترکيې د کارګر ګوند له لوري وژل شوي دي.

دغه کسان دوه اوونۍ وروسته له هغه ووژل شول چې ترکیې د عراق په شمال کې د کُردي ملېشو پرضد عملیات ترسره کړل.

د ترکیې د حکومت او د کُردستان د کارګر ګوند ترمنځ له تېرو څو لسیزو راهیسې جګړې روانې دي چې تراوسه لسګونه زره کسان په کې وژل شوي دي.

د دغه ګوند او ترکیې حکومت ترمنځ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د سولې تړون له منځه ولاړ او دوه کلن اوربند مات شو.

له همدې نېټې وروسته انقرې وویل، بیا د کُردستان له کارګر ګوند سره خبرو ته نه ورستنېږي.

XS
SM
MD
LG