د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

کابل ته د 'سي.ای.اې' د مشر سفر؛ چارواکي: د ترهګریز ګواښونو په مخنیوي خبرې شوي


 د 'سي.ای.اې' مشر  ویلیام بُرنز
د 'سي.ای.اې' مشر  ویلیام بُرنز

وروسته له دې چې لویدیځو رسنیو افغانستان ته د 'سي.ای.اې' د مشر ویلیام بُرنز ( William Burns) د نااعلان شوي سفر خبر ورکړ، افغان چارواکو هم تایید کړه چې دا سفر ترسره شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي مشر ضیا سراج پرون شنبه (د غويي ۴مه) له نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، دې سفر کې د ترهګرۍ د ګواښونو په مخنیوي خبرې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "دې کې هېڅ شک نشته چې افغانستان کې ترهګري پاتې ده او بقایاوې یې نړۍ او سیمه ګواښي. موږ له 'سي.ای.اې' او د نړۍ له نورو سرویسونو سره په تماس کې یو او خپله ستراتیژیکه تګلاره ورته جوړوو. هغوی ټول ژمن دي چې دې برخه کې کار وکړي، ممکن د نورو برخو چارواکي یې هم کابل ته ډېر سفرونه وکړي او موږ هم ورشو، دلیل یې دا دی چې لا هم دا ډله یو ګواښ ده."

د افغانستان د ملي امنیت عمومي مشر ضیا سراج
د افغانستان د ملي امنیت عمومي مشر ضیا سراج

ښاغلي سراج کابل ته د امریکا د مرکزي استخباراتو د مشر د سفر نېټه ونه ښوده، خو امریکایي رسنیو ویلي، دا سفر تېره اوونۍ شوی دی.

د امریکا مرکزي استخباراتو افغانستان کې د صفر یو، صفر دوه، صفر درې او 'KPF' چې په کمپاین هم مشهور دي، ډلې روزلي او سمبال کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، له ډېرې پخوا د ترهګرۍ ضد دغو ځواکونو مسؤلیت افغان لوري ته سپارل شوی دی او دوی پرې بشپړ کنټرول لري.

ملي امنیت هغه راپورونه په کلکه ردوي چې ګواکې دغه وسله وال خپل سري عملیات کوي او چاته ځواب ویونکي نه دي.

د امریکا د استخباراتو لوړپوړی چارواکی داسې مهال کابل ته سفر کوي چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د احتمالي ګډوډیو اندېښنې پیدا شوي دي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب دا اندېښنې تاییدوي، خو وایي نظام یې هر ډول دسیسې شنډولی شي: "طبعاً چې له یوه تغییر سره به خامخا اندېښنې وي، ولې افغانستان یو حکومت لري، یو نظام لري. موږ چې همیشه ویلي، د نظام ساتنه مهمه ده، په همدې دلیل چې که هر نوع مشکلات یا تغییرات چې راځي نظام د دې امکان لري چې هغه مهار کړي، همدا اوس هم د افغانستان حکومت پر دې باندې اخته دی چې څنګه د هغو اندېښنو د لېرې کولو لپاره اقدامات وکړو چې ولس یې لري."

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، نظام یې هر ډول دسیسې شنډولی شي،
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، نظام یې هر ډول دسیسې شنډولی شي،

له دې وړاندې خپله ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې د نظام د پرزولو نظریه یې غلطه ده.

افغان چارواکي د احتمالي ګواښونو د دفع کولو ډاډ داسې مهال ورکوي چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو تر بشپړو وتلو پورې هغو کنفرانسونو کې ګډون رد کړی چې د افغانستان په اړه پرېکړې په کې کېږي.

له دې سره پر طالبانو نیوکې زیاتي شوي چې ګواکې په لوی لاس د سولې خنډ ګرځي، خو طالبان وایي، دا دریځ یې د امریکا د هغه کار په غبرګون کې خپل کړي چې د مې له لومړۍ نېټې وروسته یې هم د څو میاشتو لپاره افغانستان کې د خپلو ځواکونو حضور وغځاوه.

XS
SM
MD
LG