د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۰۲

له حکومته د فوټسال د پخواني افغان ګول ساتونکي علي رضاقرباني ګیلې!


د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم ګول ساتونکی ۲۹کلن علي رضاقرباني

د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم ګول ساتونکی ۲۹کلن علي رضاقرباني اوس د ایران په پلازمېنه تهران کې، په نیمه کاره ودانیو کې ګچ کاري کوي.

دی د فوټسال په لوبغالو کې ۱۵ کاله لوبیدلی او د افغانستان له اړخه یې په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی، خو له څه مودې راهیسې د روزګار د پرمخ بیولو په خاطر ایران کې ګچ کاري کوي.

ده په دې وروستیو کې د ګچ کارۍ په جامو کې پر فیسبوک خپل یو عکس خپور کړی او ورته یې لیکلي چې "له کومه ځایه تر کومه ځایه"

د قرباني په خبره دا د ورزشکارانو پر وړاندې د حکومت پر بې پروايۍ یو اعتراض دی: "د هغې کیسې په اړه چې مې وکړه، زه دغو شرایطو ناراحته کړی یم چې حکومت ورزشکارانو ته هېڅ اهمیت نه ورکوي. یوازې زه نه یم بلکې د ملي ټیم ډېر ورزشکاران کار کوي او هېڅ یې نه دي ویلي. زه په ایران کې کډوال یم او باید خپل خرڅ وګټم. د دولت ملاتړ غواړم چې هېواد ته ویاړونه راوړم."

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

دده دغې لیکنې په ټولنیزو شبکو کې ګڼ غبرګونونه راوپارول.

د یوه خصوصي ټلوېزیون د ورزشي خپرونې یوه چلوونکي هارون حزین ازادي راډیو ته وویل، د قرباني په څېر ګڼ ورزشکاران د روزګار د پرمخ بیولو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته تللي او د ده په خبره د ورزشکارانو د ملاتړ اړوند، د حکومت يوه ژمنه هم عملي شوې نه ده.

حزین زیاته کړه: "یو ورزشي ستوری چې د افغانستان بیرغ رپوي لازم ملاتړ یې نه دی شوی، قرباني هڅه کوله چې د فوټسال په برخه کې یو نوم وتی ستوری شي، خو اوس اړ دی چې د یوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو لپاره په ورزش تمرکز ونه کړي او ګچ کاري وکړي."

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ورزشي بنسټونو مالي کمزورتیا او ورزشکارانو ته د حکومت نه پاملرنه، د ستونزې اصلي لامل ګڼي.

د دغه فدراسیون ویاند فیروز مشعوف وايي: "په ملي ټیم کې د لوبغاړو حضور یو ویاړ دی، شغل نه دی. د ورزشکاران تر ډېره حده د بنسټونو له خوا ملاتړ کېږي، یعنې د لوبغاړي د عوایدو منبع ورزشي بنسټ دی."

د افغانستان د فوټسال د ۱۹ کلنو په ټیم کې د قرباني شتون د دې لامل شو چې په ۲۰۱۷ کال کې د ترکمنستان په سیالیو کې څلورم مقام خپل کړي .

د قرباني وروستۍ لوبه په ۲۰۱۹ میلادي کال کې وه او له هغې وروسته یې د کرونا د خپرېدو له امله هېڅ لوبه ونه کړه او کومه لوبډله هم چې ده په کې لوبه کوله له نوموړي ملاتړ ونه کړ.

له دې ټولو سره-سره قرباني کار کول شرم نه ګڼي، خو هیله من دی چې د فوټسال له لارې هېواد ته ویاړونه په برخه کړي.

د قرباني په خبره سوله یې عمده غوښتنه ده، څو دی او د ده په څېر نور ورزشکاران د ژوند د پرمخ بیولو په خاطر ګاونډیو هېوادونو ته و لاړ نه شي.

XS
SM
MD
LG