د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

کورنیو چارو وزات: روژه کې جګړه تېزه شوې، ۱۰۰ سرتیري او ۵۰ ملکیان وژل شوي


ارشیف، په کابل کې د هغه کس د جنازې مراسم چې په ځانمرګي حمله کې وژل شوی و 28 January 2018
ارشیف، په کابل کې د هغه کس د جنازې مراسم چې په ځانمرګي حمله کې وژل شوی و 28 January 2018

نن د روژې دولسمه ورځ ده، ‎د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دې میاشت کې اورکم نه دی شوی او جګړه د پخوا په شان روانه ده، بلکې د دوی په خبره په روژه کې جګړه تیزه شوې هم ده.

‎دغه وزارت د روژې میاشتې له پیل راهیسې له ۱۵۰ د زیاتو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکیان د وژل کېدو خبر ورکوي.

‎د دغه وزارت مرستیال ویاند حمید روشن د شنبې(د غويي ۴مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل: ‎"طالبانو بیا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړه چې دوی هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول انساني، اسلامي او اخلاقي اصولو ته پابند نه دي، یوازې د روژې مبارکې میاشتې له پیله تر دې دمه د طالبانو له خوا شااوخوا سل تنه پوځیان او له۵۰ تنو زیات ملکیان چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، د دوی له خوا په بېلابېلو حملو کې شهیدان شوي دي."

‎د کورنیو چارو وزارت وایي په دې موده کې تر ۵۰ زیات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او ملکيان ټپیان هم شوي دي.

‎په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي چې د طالبانو د بریدونو په ځواب کې عملیات روان دي: "طالبانو د روژې په مبارکه میاشت کې تاوتریخوالی لا زیات کړ او د افغان ولس پر وړاندې یې بریدونه ترسره کړل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دښمن زیات بریدونه او شوم پلانونه خنثی کړي چې زموږ د ځوابیه حملاتو په پایله کې دوی ته درانه تلفات هم اوښتي دي."

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی

‎خو طالبان بیا د افغان امنیتي بنسټونو دغه ادعاوې ردوي وایي چې افغان ځواکونه عملیات کوي او دوی یې غبرګون ته اړ کړي دي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دوی د تېر پرتله جګړه راکمه کړې او یوازې د مقابل لوري د جګړو او حملو پر وړاندې ځوابیه بریدونه کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې نن شنبه د سولې ولسي حرکت د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې په دې نوم "دا چې بهرنیان وځي، نو جګړه د څه لپاره؟" د جګړو د پای ته رسېدو د غوښتنې لپاره خبري کنفرانسونه جوړ کړي دي.

‎د دغه حرکت مشر اقبال خېبر ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې نور په افغانستان کې د جګړو لپاره هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول پلمه نشته.

‎ښاغلی خېبر وایي، جګړې خپل اوج ته رسېدلي او هره ورځ ګڼ افغانان په بېلابېلو مخامخ جګړو، چاودونو کې وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG