د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۱

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل؛ امریکا یو شمېر الوتکې منځني ختیځ کې ساتي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا دفاع وزارت غواړي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د بهیر پر مهال یو شمېر الوتکې په منځني ختیځ کې وساتي.

د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: "موږ غواړو چې په خوندي، منظم، عمدي او مسؤل ډول ووځو، زموږ د ځواکونو خوندیتوب لومړیتوب لري."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي

اسوشیټېډ پرېس اژانس پرون جمعه (د غويي ۳مه) د قطر په العُدید هوایي ډګر کې د دوو-بي دوه پنځوس الوتکو د کښیناستو تصویرونه خپاره کړل.

جان کربي وویل چې دا الوتکې سیمې ته د وار له مخه احتیاطي تدابیرو لپاره رسیدلي دي.

ټاکل شوې ده چې له راتلونکې شنبې ورو-ورو له افغانستانه څه باندې لس زره امریکایي او د امریکا د ائتلافي ځواکونو وتل پیل شي.

دا ټول ځواکونه به د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

  • 16x9 Image

    احمد شیبر

    چک جمهوریت، پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغان څانګې خبریال

This item is part of
XS
SM
MD
LG