د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۰

روغتیا وزارت: افغانستان کې د کرونا پېښې په زیاتېدو دي 

ارشیف،کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کېږي
ارشیف،کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کېږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، دغه هېواد کې له تېرو دوو اونیو راهیسې د کرونا پېښې په نسبي ډول د زیاتېدو په حال کې دي.

د دغه وزارت ویاند دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل، پرون جمعه (د غويي ۳مه) د ۱۷۸۱ مشکوکو پېښو له ډلې ۱۹۶ مثبتې راوتلي دي.

ښاغلي نظري وویل، د ویروس بدلون موندلې بڼه هم افغانستان کې اوس خپره شوې ده: "موږ تراوسه افغانستان کې د کرونا ویروس د بدلون موندلې بڼې دوه سوه مثبتې پېښې ثبت کړي دي، د بېلابېلو ولایتونو دا شمېرې ممکن په نسبي ډول لوړې وي، ځکه د ویروس دا ډول په وړو او خفیفو نښو کې راڅرګندیږي، یعنې یو کس نښې نښانې نه لري، خو ناروغي تیروي."

په افغانستان کې تراوسه په رسمي ډول د کرونا نژدې اته پنځوس نیم زره پېښې ثبت شوي او له دې ډلې څه باندې دوه نیم زره کسان مړه شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG