د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

افغانستان کې د کرونا ویروس د پرمختللې بڼې ۲۰۷ نوې پېښې ثبت شوې


ارشیف، د کابل په افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس د یوه اخته ناروغ درملنه
ارشیف، د کابل په افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس د یوه اخته ناروغ درملنه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د نوې پرمختللې بڼې د ۲۰۷ نویو مواردو خبر ورکوي.

د روغتیا وزارت ویاند میرویس علیزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د 'کووېډ-۱۹' دا پېښې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ثبت شوي، خو تلفات نه‌لري.

ښاغلی علیزی زیاتوي: "د کرونا ویروس د نوي ډول پېښې تر اوسه په ۱۱ ولایتونو کې مثبتې دي. دا ویروس اوس مهال په هېواد کې په ګرځېدو دی. زیاتره پېښې یې په ننګرهار ولایت کې دي، خو له نېکه‌مرغه قربانیان تر اوسه نه‌لرو."

ښاغلي علیزي د کرونا د نوې او پخوانۍ بڼې د توپیر په اړه وویل چې د نوې بڼې د سرایت سرعت ډېر، خو د ناروغۍ وخامت په‌کې کمزوری دی.

XS
SM
MD
LG