د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۵۹

د هند د کرکټ د غوره لیګ لوبو په ترڅ کې نن دوه لوبې ترسره کېږي


د هند د کرکټ د غوره لیګ لوبې

د هند د کرکټ د غوره لیګ لوبو په ترڅ کې نن چهارشنبه (د غويي ۱) دوې لوبې ترسره کېږي، لومړۍ یوه د پنجاب کېنګس او سنرایزرز حیدراباد ترمنځ ده چې د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو پيلېږي.

په سنرایزرز حیدراباد کې د افغانستان د ملي ټیم درې لوبغاړي، راشد خان، مجیب الرحمان او محمد نبي لوبیږي.

دوهمه لوبه د کلکته نایټ رایډرز او چنای سوپر کېنګ ترمنځ ده.

سن رایزرز حیدراباد د هند د غوره لیګ د اتو ټیمو د جدول په اخره کې دی چې تراوسه یې درې لوبې کړي دي او درې سره یې بایللي دي.

په تېرو درېیو لوبو کې افغان لوبغاړي په دې لوبډله کې ښه ځلیدلي دي، که نن دا لوبډله خپله لوبه وبایلي نو په ټورنمنټ کې به یې دا چانس ختم شي چې د سر په دوو ټيمونو کې به راځي.

XS
SM
MD
LG