د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

افغانستان سره د کرونا واکسین برخه کې مرسته تصویب شوه


په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وبا له امله د افغانستان د خلکو عواید سړي سر پنځه په سلو کې کم شوي دي
په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وبا له امله د افغانستان د خلکو عواید سړي سر پنځه په سلو کې کم شوي دي

د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ د واکسین په خاطر د پنځوس میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.

د دې بانک د خبرپانې له مخې په دې پیسو به شپږ میلیونه ډوزه واکسین وپیرل شي او افغانستان ته به واستول شي.

د اسیا پراختیایي بانک رییس ماساڅوګو اساکاوا پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) وویل، دا پنځوس میلیونه ډالر دا ډاډ راکولی شي چې افغانان به د کرونا ضد ښه واکسین ترلاسه کړي.

د اسیا پراختیایي بانک د راپور له مخې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وبا له امله د افغانستان د خلکو عواید سړي سر پنځه په سلو کې کم شوي دي او بې کاري هم تر وړم کال ۱۴ په سلو کې زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG