د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

روغتیا وزارت: له بهره ټول راتلونکي مسافر باید د کرونا منفي ټيست ولري


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان کې د کرونا د درېمې څپې د مخنیوي لپاره د افغانستان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې ټول کورني او نړېوال او هوایي شرکتونه باید تر سفر وړاندې له مسافرو د کرونا منفي ټيسټ اسناد واخلي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه پرېکړه د کرونا د درېيمې څپې د مخنیوي په هدف ترسره شوې.

عليزي زیاته کړه: "د کرونا درېيمه څپه په هېواد کې پیل شوې نه ده، خو موږ د کرونا د درېیمې څپې تر جدي ګواښ لاندې یو، دا مهال د کرونا ډېری پېښې په ننګرهار، هرات، میدان وردګ او کابل کې ډېرې دي."

افغانستان کې د کرونا د ناروغۍ له پیله تراوسه پورې د مثبتو پېښو شمېر۵۸ زره او۳۷ تنو ته رسېږي.
افغانستان کې د کرونا د ناروغۍ له پیله تراوسه پورې د مثبتو پېښو شمېر۵۸ زره او۳۷ تنو ته رسېږي.

په افغانستان کې د کرونا د ناروغۍ له پیله تر اوسه د مثبتو پېښو شمېر۵۸ زره او۳۷ تنو ته رسېږي. همدارنګه د کرونا له امله د مړو شمېر۲۵۵۰ تنو ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په منځني ډول هره ورځ له یو نیم زرو تر دوه زرو پنځه سوه کسان په خصوصي او دولتي لابرتوارونو کې د کرونا ټيسټ کېږي چې له دې ډلې له ۸۰ تر۱۲۰ تنو پورې مثبت دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه اقدام سر له نننه په ټولو کورنیو او بهرنیو شرکتونو پلي کېږي.

ټولو شرکتونو ته سپارښتنه شوې چې تر سفر وړاندې مسافر باید د کرونا د منفي ټېسټ اسناد ولري
ټولو شرکتونو ته سپارښتنه شوې چې تر سفر وړاندې مسافر باید د کرونا د منفي ټېسټ اسناد ولري

ښاغلي صالحي وویل، ټولو شرکتونو ته سپارښتنه شوې چې تر سفر وړاندې مسافر باید د کرونا د منفي ټيسټ اسناد ولري: "د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې ټولو کورنیو او بهرنیو هوایي شرکتونو ته اعلان کړی چې سر له نننه د مسافرو د کرونا منفي ټېسټ اړین دی او هر مسافر چې له بهره راځي باید د کرونا د منفي ټېسټ اسناد له ځان سره ولري."

په افغانستان کې د کرونا وېروس د نوې څپې د خپرېدو اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې دا وېروس د سیمې او افغانستان ګاونډيو هېوادونو کې د خپرېدو په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG