د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

چینای سوپر کېنګز کرکټ لوبډله د راجستان رایلز پر وړاندې ۱۲مه لوبه کوي


ارشیف، د هندوستان سوداګریزو لوبو یوه سیالۍ
ارشیف، د هندوستان سوداګریزو لوبو یوه سیالۍ

د هندوستان سوداګریزو لوبو په دوام نن د دوشنبې په ورځ چینای سوپر کېنګز د راجستان رایلز پر وړاندې ۱۲مه لوبه کوي.

د یکشنبې ورځې په لوبه کې بنګلور د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او درېیمه بریا یې خپله کړه.

په دې لوبه کې بنګلور پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

بنګلور په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۴ منډې وکړې.

په مقابل کې د کلکته نايټ رايډرز لوبډله ونه‌توانېده چې هدف پوره کړي.

یادې لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې او د ٣٨ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

XS
SM
MD
LG