د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

د روسیې د اپوزېسیون مشر روغتون ته لېږدول کېږي


د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ
د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ

د روسیې د زندانونو د چارو ادارې ویلي چې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ به چې روغتیایي وضعیت‌یې د ډوډۍ نه‌خوړلو د اعتصاب له امله مخ په خرابېدو دی، یوه بل نږدې د سمون زندان کې روغتون ته ولېږدول شي.

ناوالنۍ له ۲۰ ورځو د ډوډۍ له خوړلو ډډه کړې ده.

د ولادیمیر سیمې لپاره د زندانونو د چارو فدرالي ادارې نن په یوه بیان کې وویل چې ۴۴ کلن ناوالنۍ به روغتون ته ولېږدول شي، خو دا یې نه‌دي ویلي چې کله به هغه لېږدوي.

تمه ده چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران هم نن په غونډه کې د ناوالنۍ د قضیې په اړه خبرې وکړي.

له زندانه د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره پر کرملېن د مخ په زیاتېدونکو فشارونو په لړ کې د هغه پلویانو پراخې مظاهرې رابللې دي.

ناوالنۍ د جنوري له میاشتې راهیسې له کله چې له جرمني بېرته روسیې ته ستون شوی، نیول شوی او مسکو ته نږدې په یوه زندان کې ساتل کېږي.

XS
SM
MD
LG