د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د چک جمهوریت او روسیې ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی


پراګ کې د مسکو پلویو معترضینو د مهارولو لپاره د روسیې سفارت مخ ته یو شمېر راټول شوي پولیس
پراګ کې د مسکو پلویو معترضینو د مهارولو لپاره د روسیې سفارت مخ ته یو شمېر راټول شوي پولیس

وروسته له هغې چې د چک جمهوریت استخباراتو د روسیې پوځي جاسوسان په ۲۰۱۴ کال د مهماتو د یوه زېرمتون په چاودنه کې په لاس لرلو تورن کړل او ۱۸ روسي ډیپلوتان‌یې د جاسوسۍ په تور له خپلې خاورې وایستل، مسکو په ورته اقدام کې د دې هېواد ۲۰ ډیپلوماتان له خپلې خاورې وایستل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، چکي ډیپلوماتانو ته‌یې ویلي چې د دوشنبې د ورځې تر پایه له روسیې ووځي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه کړکېچ داسې مهال زیات شوی چې په پام کې ده د اروپایي ټولنې لوړپوړي ډیپلوماتان نن په غونډه کې په دې چاودنه کې د روسیې د لاس لرلو د ادعاوو په اړه بحث وکړي. هغه ادعا چې مسکو بې‌اساسه او هغه‌یې پر پراګ د واشنګټن د نفوذ نښه بللې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په مسکو کې یې د چک جمهوریت سفیر ویتیژسلاو پیوینکو احضار کړی او هغه ته‌یې په پراګ کې د خپلې ډیپلوماتیکې نمایندګۍ له کارکوونکو سره د چکي چارواکو د غیر دوستانه چلند په وړاندې خپل سخت اعتراض وړاندې کړی دی.

پراګ کې د روسیې سفارت مخ ته ولاړ چکي پولیس
پراګ کې د روسیې سفارت مخ ته ولاړ چکي پولیس

د دغه بیان تر خپرېدو لږ مخکې د روسیې رسنیو د پیوینکو له قوله خبر ورکړی چې په مسکو کې د بهرنیو چارو وزارت له ودانۍ څخه د وتلو پر مهال‌یې ویلي، روسیې همدا اوس دی له خپل اقدامه خبر کړ او دا د روسیې غبرګون و.

د چک جمهوريت صدراعظم اندرې بابیش وویل، له خپلې خاورې د روسي ډیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه‌یې د هغو کره شواهدو پر اساس کړې چې د چک د استخباراتو او امنیتي ادارو پلټونکو وړاندې کړې دي.

په هغه چاودنه کې چې د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر په ۱۶مه د چک په ختیځه د زلین سیمې په وربیتیڅه کې د مهماتو په یوه زېرمتون کې وشوه، دوه تنه ووژل شول.

په دغه زېرمتون کې ۵۰ ټنه مهمات ذخیره شوي و. په همدې ځای کې بله چاودنه په یو بل زېرمتون کې چې ۱۳ ټنه مهمات ساتل کېدل، وشوه.

د دواړو چاودنو د علت په اړه هېڅکله هم په ښکاره څه ونه‌ویل شول. تر اوسه دا نه‌ده څرګنده چې ایا د دې پېښې اړوند نوي استخباراتي معلومات ترلاسه شوي چې د چک چارواکي یې اوس اعلانوي او که حکومت اوس پرېکړه کړې چې د روسیې په وړاندې اقدام وکړي.

پراګ کې د روسیې سفارت مخ ته د روسیې په ملاتړ اعتراضونه
پراګ کې د روسیې سفارت مخ ته د روسیې په ملاتړ اعتراضونه

د چک جمهوریت له لوري د روسیي ډیپلوماتانو ایستل او پر مسکو تورونه لګول، له ۱۹۸۹ راهیسې چې پر پخوانۍ چکوسلواکیا کمونېستي رژیم واکمن و او پراګ هم څو لسیزې د مسکو تر نفوذ لاندې و، د دواړو هېوادونو ترمنځ لویه لانجه بلل کېږي.

په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا ویلي چې په دغه لانجه کې له چک جمهوریت سره ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG