په هندوستان کې یو وار بیا په یوه ورځ د کرونا ویروس بې سارې مثبتې پېښې ثبت شوې.
په دغه هېواد کې چې د کرونا ویروس له نوې څپې سره مخامخ دی، پرون جمعه (د وري ۲۷مه) د کرونا ویروس تر دوو لکو او ۳۴۰۰۰ زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا په یوه ورځ بې ساری شمېر ګڼل کېږي.
د هندوستان روغتیا وزارت نن شنبه (د وري ۲۸مه) اعلان وکړ چې هندوستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په ټوله کې تر ۱۴ میلیونو او پنځو لکو ته اوښتی دی.
د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له مخې اوس هندوستان تر امریکا وروسته په دویم کتار کې راځي، په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۳۲ میلیونو زیات دی.