د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۳

د جنوبي کوریا 'هونس ګلوبل' کمپنۍد 'سپوټنیک وي' تولید ته تأسیسات جوړوي


د سپوټنیک وي واکسین
د سپوټنیک وي واکسین

د جنوبي کوریا یوه کمپنۍ به د هغه کنسرسیوم په رأس کې وي چې میاشت کې د کرونا ویروس پر ضد د روسيې د سپوټنیک وي واکسین سل میلیونه ډوزه تولیدوي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیه له بېلابېلو هېوادونو څخه د دې واکسین د فرمایشونو په پوره کولو کې پاتې راغلی.

د جنوبي کوریا هونس ګلوبل Huons Global کمپنۍ نن جمعه (د وري ۲۷مه) په یوه بیان کې وویل چې دا کنسرسیوم به د دې واکسین د سمپلونو تولید په اګسټ کې پیل کړي.

بیان زیاتوي، دا کنسرسیوم چې د جنوبي کوریا درې نورې کمپنۍ هم په کې دي، غواړي د سپوټنیک وي واکسین د تولید لپاره نوي تأسیسات هم جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG