د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

ایران له روسیې ۶۰ میلیونه ډوزه 'سپوټنیک وي' واکسین پیري


ارشیف
ارشیف

په مسکو کې د ایران سفیر وایي، تهران له روسیې سره د ۶۰ میلیونه ډوزه سپوټنیک وي واکسین د پیرېدلو قرارداد لاسلیک کړ.

دغه واکسین روسیې جوړ کړی دی.

کاظم جلالي د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته د پنجشنبې(د وري ۲۶مه) په ورځ وویل چې دغه میلیونونه ډوزه واکسین به د جون او ډیسمبر میاشتو تر منځ ایران ته ورسېږي او ۳۰ میلیونه کسانو ته به تطبیق شي.

جلالي دغه راز وویل چې دوو ایراني شرکتونو له روسیې سره د واکسین د ګډ تولید یو قرار داد لاسلیک کړ.

ایران د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د یوې نوې څپې سره په مبارزې بوخت دی.

د دې هېواد دولتي ټلوېزیون پرون راپور ورکړ چې په هرو څلورو دقیقو کې یو کس په ایران کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله مري.

په ایران کې څه باندې ۲،۱ میلیونه کسان په دې ویروس اخته شوي او تر ۶۵ زره او ۶۰۰ ډېر کسان له همدې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG