د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

د پهلوانۍ نړیوالو سیالیو  لپاره ۱۵ افغان لوبغاړي غوره شول


ارشیف
ارشیف

په ازبېکستان کې د پهلوانۍ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف ۱۵ افغان لوبغاړي غوره شول.

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې غړي مجیب قاري زاده ازادي راډيو ته وویل چې دغه پنځلس افغان لوبغاړي د ۱۵ کلبونو د اتیا لوبغاړو له منځه غوره شوي دي.

دی وايي، د غوراوي دغه سیالۍ د میدان وردک د مرکز په ورزشي جمنازیوم کې ترسره شوې.

دی وايي،د تخنیکي ستونزو له امله لا هم په ازبېکستان کې د یادو سیالیو د جوړېدو نېټه نه ده روښانه شوې.

XS
SM
MD
LG