د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د کرکټ 'IPL'سیالۍ؛ ډیلي او راجستان لوبډلې سره لوبیږي


ارشیف
ارشیف

ټاکل شوې چې د هندوستان 'ای.پي.اېل' سیالیو په اوومه لوبه کې چې نن پنجشنبه (د وري ۲۶مه) ماښام پیلیږي ډیلي او راجستان لوبډلې سره مخامخ شي.

دا لوبه نن د افغانستان پر وخت شپږ نیمو بجو پیلېږي.

په روانو سیالیو کې راجستان خپله لومړۍ لوبه بایللې، خو ډیلي لوبډلې بیا ګټلې ده.

د دی سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بنګلور رایل چلېنجرز لوبډلې د سن رایزرس حیدراباد لوبډلې ته د شپږو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا په دې سیالیو کې د سنرایزرس لوبډلې دوهمه پرله پسې ماتې ده.

که څه هم افغان کرکټر راشد خان د خپلې لوبډلې لپاره ښه توپ اچونه وکړه، خو لوبډله يې له ماتې ونه شوه ژغورلای.

نوموړي په څلورو اوورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې هم وسوځول، دغه شان يې په نهه توپونو ۱۷ تېزې منډې هم وکړې.

XS
SM
MD
LG