د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

خوستوال: د تاریخي ابدو تر څنګ دې تفریحي سیمې هم جوړې شي


خوست کې د شاه اسماعیل زیارت
خوست کې د شاه اسماعیل زیارت

د خوست اوسېدونکي وايي، د دې لپاره چې په دې ولایت کې د سیلګرۍ فرهنګ پرمختیا وکړي، نو د دې ولایت د تاریخي سیمو ترڅنګ دې تفریحي ځایونه جوړ شي.

یادې غوښتنې یو شمېر هغو کسانو ازادي راډیو سره شریکې کړې چې د شاه اسماعیل د رغول شوي لرغونې ابدې کتنې ته ورغلي وو.

دوی د حکومت دا قدام وستایه چې د دې ولایت دا دوه نیم سوه کلنه تاریخي ابده يې په اساسي توګه ورغوله، خو ويې ویل، د تاریخي ابدې تر څنګ د سیاحینو لپاره د ناستې هېڅ ځای نه دی جوړ شوی:

"نوم مې سپین غر دی، د لکڼو سیمې اوسیدونکی یم، دغه منطقه تاریخي ځای دی، د خوست د ټولو سیمو او ولسوالیو څخه دلته خلک د سیل لپاره راځي، خو دلته ځینې نیمګړتیاوې شته، دا ځای اوبه نه لري، تفریحي ځایونه په کې نه دي جوړ شوي، د دولت څخه مو هیله دا ده چې دلته د دمې او ساعتیرۍ لپاره ښکلې سیمې جوړې کړي. "

د شاه اسماعیل زیارت
د شاه اسماعیل زیارت

د سیمې یو بل اوسیدونکی محمدجمیل شاه هم وايي، یوازې باید د زیارت په رغولو بسنه ونه شي، بلکې په دې ځای کې دې د زیارت په اړوند سیمه کې د سیلانیانو لپاره پارکونه جوړ شي.

  • په حسن کوټ کې د رغیدلی شاه اسماعیل زیارت تاریخي ارزښت په څه کې دی؟

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدانور زاهد وویل، داسې روایت دی چې هند ته د احمدشاه بابا د لښکرکشیو په وخت کې یو لښکر له همدې شاه اسماعیل چې یو عابد او ملنګ سړی وو د بریا لپاره دعا غوښتې وه.

ده زیاته کړه، د لشکر له بریا وروسته، احمدشاه بابا نوموړی ملنګ او عابد کس د لیدلو لپاره ځان ته ور وغوښت، خو هغه ملنګ وفات شوی وو.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست

روایت کې راځي چې احمدشاه بابا په خپله د ده پر زیارت د ګنبدې د جوړولو امر وکړ چې د زیارت ګنبده يې د هماغه وخت د معماری په سبک اباده شوه چې تر اوسه پاتې ده.

د سیدفضل شاه په نوم د سیمې یو اوسیدونکي د تاریخي ابدې رغول یو ښه ګام وباله، خو ځینې غوښتنې يې هم وړاندې کړې: "د راتلونکې لپاره غواړو چې یو خو يې دا ساحه لکه ستره شي، دوهم دا چې په دا ځای کې یو ژور څاه وکيندل شي، دا ساحه په ونو او ګلونو ښایسته شي، چاردیوالي ولري چې څاروي ورته نه راځي. "

په خوست کې د تاریخي ابدو مدیر سیدقابیل شاه میاخېل وايي، شاه اسماعیل زیارت په دې ولایت کې لومړنۍ تاریخي ابده ده چې رغول شوې ده، خو د دې زیارت د ساحې د پراختیا او په هغه کې د ناستې او سیاحت د ځایونو لپاره يې اړوند وزارت ته وړاندیزونه کړي دي.

ښاغلي میاخېل وویل، د دې تاریخي ابدې څخه به چاردیوالي راتاو شي او په هغه کې به کېناستلو مناسب ځایونه جوړ شي.

بل لوري ته خوستې فرهنګیان په اړوندو ادارو نیوکه کوي چې د نورو سیمو په شان يې د دې ولایت د تاریخي ځایونو رغولو ته پام نه دی کړی او د غازي ببرک خان ځدراڼ او کاروان سرای کلا په ګډون ډېری تاریخي ځایونه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د مسوولینو په وینا چې په خوست کې ۱۷ لرغوني ځایونه او تاریخي ابدې تشخیص شوي چې تر اوسه ایله یوه د شاه اسماعیل زیارت ګنبده رغول شوې ده.

XS
SM
MD
LG