د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

هېواد: ترکیې غونډه کې باید ټولې خواوې د روان تاوتریخوالي پر پای هوکړې ته ورسېږي


ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ په نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو بحث او تبصرې شوې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله کې د دولت د سولې طرحې مسودې باندې بحث شوی دی.

په سرمقاله کې راغلي، د افغان دولت د سولې طرحه چې د افغانستان سولې هوکړه‌لیک په نوم په څلورو برخو کې چمتو شوې او نن به د ملي مصالحې عالي شورا د یادې طرحې د منلو یا رد په اړه پرېکړه کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا د طرحو د توحید ځانګړې کمېټې تېره ورځ د دولت د سولې طرحه وروستۍ کړه. د دې طرحې په لومړۍ برخه کې 'د افغانستان د راتلونکي لپاره لارښود اصول' چې د خلکو په حقونو ټینګار کوي، راغلی.

د طرحې دوهمه برخه کې چې 'د سیاسي نقشې' په نوم نومول شوې، د سولې انتقالي یا لېږدیز دولت او د سولې حکومت جوړېدو باندې پرې بحث شوی دی. د طرحې درېیمه برخه نظام او څلورمه د جګړې پای یا اوربند ته ځانګړې شوې ده.

په سرمقاله کې زیاته شوې، یاده طرحه به د استانبول راتلونکې ناسته کې د جمهوریت په استازولۍ وړاندې شي، خو همدا طرحه د ګلبدین حکمتیار، د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي او د کریم خلیلي په مشرۍ د وحدت اسلامي ګوندونو له مخالفت سره هم مخ ده.

  • مسیر

د مسیر ورځپاڼې سرمقاله کې د جمهوریت په ملاتړ وروستیو ناستو باندې نیوکې شوې دي.

په سرمقاله کې راغلي، د دوی معلومات ښیي چې دا غونډې د حکومت په مالي ملاتړ شوي، خو تر اوسه معلومه نه‌ده چې پیسې یې د کوم بنسټ له‌خوا ورکول کېږي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، له بده مرغه حکومتي چارواکي په داسې حال کې نمایشي کارونه کوي او دولتي بودجه پرې لګوي چې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، په حکومت کې فساد خولې لګوي، د ارګ په شاوخوا کې سړکونه کنډوکپر دي، د کابل ښار په دولتي ښوونځیو کې د زرګونه ښوونکو کمی دی او سلګونه زره شاګردان بې‌ښوونکو دي.

د لیکوال په باور، حکومتي چارواکو ته په‌کار ده چې نور د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندل پرېږدي. جمهوریت د خلکو نظام دی، که‌یې خلک غواړي، نو خپله به ترې دفاع کوي او په دې اړه د حکومت هڅو او پیسو ته اړتیا نه‌شته.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله کې بیا د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې اوربند وکړي.

په سرمقاله کې راغلي، ټاکل شوې روانه اپرېل مياشت کې د افغان سولې په هکله په ترکيه کې يو کنفرانس جوړ شي، نو د جګړې ټولې خواوې باید د روان تاوتریخوالي د پای پر سر هوکړې ته ورسېږي.

سرمقالې د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وروستۍ اعلامیې ته په اشارې لیکلي، یاد کمېسیون هم په هېواد کې د روان تاوتریخوالي په اړه جدي اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې د افغان ځواکونو او طالبانو په وروستیو نښتو کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په سرمقاله کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د اعلامیې په حواله راغلي چې دواړه لوري همداراز د ملکي تلفاتو په اړه د څېړنو په برخه کې هم همکاري نه‌کوي او هڅه کوي د دې ډول پېښو پړه پر يو بل واچوي.

XS
SM
MD
LG