د فوټبال مینه والو ته زېری چې نن شپه د اِل کلاسیکو شپه ده. اِل کلاسیکو د اسپانیا د فوټبال لیګ د سرسختو حریفانو یعنې د ریال مادرېد او بارسلونا د لوبډلو ترمنځ لوبې ته ویل کېږي.
د ریال مادرېد په کوربه توب دا سیالي د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د محدودیتونو په ترڅ کې په لوبغالي کې له نندارچیانو پرته ترسره کېږي، خو تمه ده چې د فوټبال سلګونه میلیونه مینه وال به یې نن د کابل په وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پر ټلوېزیونونو ننداره وکړي.