کابل ښاریان د برېښنا شرکت نوی اقدام چې د برېښنا د لګښت بېلونه به ترې په هره میاشت کې اخلي، ستايي.
مخکې له دې به د برېښنا مصروونکو په هرو دوو میاشتو کې د برېښنا بېلونه ورکول.
دوی وايي، پخوا تردې نه پوهېدل چې میاشت کې یې څومره برېښنا لګولې ده؟ او بله دا چې د برېښنا د میټر لګښت به په دوو میاشتو کې د لګښت کټهګوري لوړه ښودله او خلک ملکف وو چې د لګښت له لوړې کټهګورۍ سره سم د برېښنا بېل تحویل کړي.
د کابل ښار دوه تنه اوسیدونکو هر یو حیات الله او عبدالرحمن ازادي راډیو ته وویل: "مخکې به بېل په دوو میاشتو کې راتلو، معلومات به نه کېده چې یوه میاشت کې څومره لګښت شوی؟ خو اوس معلومات کېږي چې په میاشت کې مې څومره مصرف کړی او د خپل مصرف سره سم به بېل ورکوم.
-دا ډېر ښه کار وشو، هم مامورینو ته او هم عامو خلکو ته، ځکه مخکې به میټر دوه-درې میاشتې ګرځېده او د سوخت کټهګوري به پورته کېده، بېلونه به د لوړې کټهګورۍ پر بنسټ راتلل چې خلکو ته ملا ماتوونکي وو، اوس ښه کار وشو."
برېښنا شرکت وايي، د افغانستان د خلکو د غوښتنو او د دوی د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره وروسته له دې د برېښنا مصرفوونکي مکلف دي چې په هره میاشت کې خپل لګښت تحویل کړي.
د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته وویل: "د ۱۴۰۰ کال له پیله به ټولو رهایشي مشترکینو ته وروسته له دې بېلونه میاشتني ورځي. دې سیسټم کې به د مشترکینو د برېښنا په لګښت کې ۵۰ فیصده کمی راشي. دا سیستم به ډېر ژر د هېواد شپږو نورو لویو ښارونو ته هم وغځول شي."
ښاغلي توحیدی وویل، دې سیستم کې د برېښنا د ټیټې کټهګورۍ تر ټولو بیه، د پخوا په شان ۲.۵ افغانۍ ده.
ده دا هم وویل چې د دې سیستم په پلي کېدو به ډېری خلکو ته د کار زمینې هم برابرې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډېری سیمې اوس هم برېښنا نه لري او کوم ښارونه چې یې لري، په هغه کې هم پارچاویانې رامنځته کېږي.
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولين وايي، هر کال ۲۰۰ میليونه ډالره د برېښنا د تمویل له امله بهرنيو هېوادونو ته ورکول کېږي.
دا شرکت دا هم وايي، اوس د افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا له ایران او شمالي ګاونډي هېوادونو واردیږي او یوازې ۲۰ سلنه په کور دننه تولیدیږي چې له دې لارې ۴۵ سلنه هېوادوالو ته برېښنایي خدمتونه وړاندې کوي.