د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

د کرونا له امله د شهزاده فیلیپ مړینې ته ځانګړي دولتي مراسم نه ترسره کېږي


 د بریتانیا د ملکې مېړه شهزاده فیلیپ
د بریتانیا د ملکې مېړه شهزاده فیلیپ

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو، سیاستوالو او پېژندل شوېو څېرو د بریتانیا د ملکې د مېړه شهزاده فیلیپ پر مړينه خواشیني څرګنده کړې.

دغو مشرانو ملکې الېزابت او د بریتانیا شاهي کورنۍ ته د تسلیت پیغامونه لیږلي دي.

شهزاده فیلیپ پرون د ۹۹ کلونو په عمر مړ شو.

د بریتانیا د بکنګهم ماڼۍ یا د انګلستان د سلطني قصر بیرغونه د شهزاده فیلیپ د مړینې په ویر نیمه ځوړند دي.

د انګلستان حکومت له خلکو غوښتي چې د همدردۍ د څرګندولو لپاره د دغې ماڼۍ شاوخوا ته راټول نه شي او د کرونا د مخنیوي اصول مراعات کړي.

د انګلستان د سلطني قصر بیرغونه د شهزاده فیلیپ د مړینې په ویر نیمه ځوړند دي.
د انګلستان د سلطني قصر بیرغونه د شهزاده فیلیپ د مړینې په ویر نیمه ځوړند دي.

له دې سره-سره هم د ماڼۍ مخې ته د ګلانو سلګونه ګیدۍ ایښودل شوي او سلګونه کسان د مخه ښې په پار هغې ماڼۍ ته ولاړل چې د شهزاده فیلیپ جنازه په کې ساتل کېږي.

که څه هم تر اوسه د شهزاده فیلیپ د مړینې د لامل په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو هغه تېرو څو میاشتو کې روغتون کې و او قلبي او تنفسي ستونزه یې درلوده.

د فیلیپ جنازه خاورو ته تر سپارلو پورې د سنت جورج کلیسا په ویندزار ماڼۍ کې ساتل کېږي.

شهزاده فیلیپ ۹۹ کاله عمر درلود او څه باندې اویا لسیزې د ملکې الیزابت خاوند و.

د بریتانیا صدر اعظم بوریس جانسن ویلي، شهزاده فیلیپ په بریتانیا او نړۍ کې د څو نسلونو مینه او لېوالتیا جلب کړې وه.

د بریتانیا د حکومت په اعلامیه کې راغلي چې د کرونا وبا له کبله به د هغه مړینې ته ځانګړي دولتي مراسم ترسره نه شي.

شهزاده فیلیپ په ۱۹۲۱ کال کې د یونان په شاهي کورنۍ کې زیږیدلی و، کله یې چې پلار د ترکیې پر وړاندې د یونان د ماتې له کبله محاکمه شو، ده د کورنۍ له غړو سره یونان پریښود او فرانسې ته ولاړ.

شهزاده فیلیپ ۹۹ کاله عمر درلود او څه باندې اویا لسیزې د ملکې الیزابت خاوند و.
شهزاده فیلیپ ۹۹ کاله عمر درلود او څه باندې اویا لسیزې د ملکې الیزابت خاوند و.

دې وخت کې نوموړي یوازې اتلس میاشتې عمر درلود.

د شهزاده فیلیپ د مور شهزادګۍ الیس باتن برګ ریښه د جرمني سلطنتي کورنۍ ته هم رسېږي او نوموړی لکه ملکه الیزابت د ملکې ویکتوریا له اولادې څخه و.

فیلیپ د زده کړو له بشپړولو وروسته په دویمه نړیواله جګړه کې د انګلستان په ګټه وجنګېد او د بریتانیا تابعیت یې واخېست.

د انګلستان د ملکي او شهزاده فیلیپ له ګډ ژوند نه څلور اولادونه، اته لمسیان او نهه کړوسیان پاتې دي.

XS
SM
MD
LG