د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ؛ نن د کندهار او هلمند لوبډلې سیالي کوي


د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ یوه سیالۍ
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ یوه سیالۍ

په هرات کې د افغانستان د فوټبال اتلانو د لیګ د سیالیو په دوام نن هم دوه لوبډلې د لوبې ډګر ته ننوځي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل: "دا سیالۍ به نن جمعه هم دوام وکړي. نن د لیګ په ۱۵مه ورځ او د هرات په کوربه‌توب په درېیمه لوبه کې به د کندهار د عینو مېنې او د هلمند د لغماني عصمت لوبډلې له یو بل سره سیالي وکړي."

پرون د هلمند د عصمت لغماني او د هرات د سرخ‌پوشانو د لوبډلو ترمنځ لوبه صفر د صفر پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.

په کابل کې بیا د نجونو د فوټبال لیګ روان دی او پرون پنجشنبه د کابل رویال لوبډلې د بنین د ستورو لوبډلې ته ۱۰ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG