د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د نجونو د باسکېټ‎ بال سیالۍ؛ کابل الف لوبډلې کندهار ته ماتې ورکړه


ارشیف
ارشیف

په کابل کې د نجونو د باسکېټ‎بال سیالیو په دوهمه ورځ د کابل الف لوبډلې د کندهار لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د ملي المپیک کمېټې غړي مجیب قاري زاده نن پنجشنبه(د وري ۱۹مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ تېره ورځ د ۷ لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

د هغه په خبره، له کابله دوه او له هرات، غزني، کندهار، بلخ او بامیان ولایتونو څخه یوه-یوه لوبډله په دې سیالیو کې ګډون لري.

د ښاغلي قاري زاده د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ پنځه ورځې دوام کوي چې هدف یې هم د ملي ټیم لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

XS
SM
MD
LG